مالدیو: طالبان دلته د خبرو لپاره راغلي وو

(عکس: AP) د مالدیو د جمهور ریس یو ویاند وایی چه د افغانستان د مختلفو اړخونو د استازو په منځ کی تیره میاشت ددغه هیواد په یوه تفریحگاه کی خبری وشوی چې طالبانو هم په کی برخه اخیستلی وه.

د مالدیو دجمهور ریس ویاند وایی چه په دغو خبرو کی دمالدیو حکومت کوم مستقیم رول نه لره.

د افغانستان دحکومت مامورانو هم دا خبره تاید کړی ده چه ملاقات شوی و خو دحکومت کوم رسمی استازی په کی نه ؤ موجود.

د رویټرز خبری اژانس دجمهور ریس حامد کرزي له قوله نن راپور ورکړ چه په غونډه کی دطالبانو د ِتحریک یو شمیر پخوانی هغه غړي موجود ؤ چې فعلا د افغانستان په پارلمان کی غړیتوب لری.

په خبرو کی د حزب اسلامی دمشر گلبدین حکمتیار ځوی موجود ؤ. ښاغلی حکمتیار یو پخوانی قوماندان او پخوانی صدراعظم دی،چه ډیر بد شهرت لری. حزب اسلامی اوس د طالبانو سره ملگرتیا لری.

دافغانستان حکومت او لویدیز ملکونه ددغو خبرو ملاتړ کوی او وایی هغه خلک چه وغواړی خپلی وسلی تحویل کړی په حکومت کی به و منل شی. خو طالبان او ځینی مهم ملگری یی وایی ترڅو چه خارجی عسکر دافغانستان نه وتلی نه وی دسولی په خبرو کی به برخه وا نخلی.