په صوبه سرحد کې ځانمرګه برید شوی

پاکستاني چارواکي وايي چې په صوبه سرحد کې یوه ځانمرګه برید کونکي لږ ترلږه ۱۲ کسه وژلي او د ۲۰ نه یې زیات خلګ ټپیان کړي دي.

پولیس او عیني شاهدان وايي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې لږ تر لږه دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

پولیس وايي چې برید کونکي د شعیه مسلمانانو د موټرو یو کاروان چې د امنیتي قواوو له خوا یې امنیت تامین شوی و، هغه وخت په نښه کړ چې هغه د هنگو په ښارگوټي کی د تیلو د یوه ټانک نه د تیریدو په حال کې و.

شعیه مذهبه مسلمانان په پاکستان کې اقلیت دي او د طالبانو له خوا پرې حملې کېږي. دغه راز د دواړو ډلو ترمینځ قبیله وي شخړې هم پېښږي.

د پاکستان پوځ ددغه ملک په صوبه سرحد کې د یاغیانو پر ضد ددې دپاره لوی عملیات وکړل چې په دغه سیمه کې د یاغیانو مورچلونه له مینځه یوسي.

دغه راز خبري ریپوټونه وايي چې پرون د پنجشنبې په ورځ پاکستان د طالبانو یو جګپوړی قوماندان ( آغا محمد محتسم) چې د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر و، په کراچي کې ونیوه. حکومتي چارواکو پر دغو ریپوټونو باندې تبصرې ونکړې.

د بلي خوا د پاکستان پولیسو ویلي دي چې دوی دې ته خوشبین دي چی ډیر ژر به د هغه بریتانیوي هلک د پیدا کولو په باب معلومات ترلاسه کړي چې روانه اونۍ د داړه مارانو له خوا وتښتول شو.