د کابل په ښځینه زندان کې په سلګونو ښځی بندیانی دی چې اکثره یی د مخدره موادو د قاچاق په جرم نیول شوي دي.
دغو ښځینه بندیانو ته د بند مختلفې سزاګانی اورول شوي دي، خو ځیني داسي بندیانې هم شته چې لا دوسیې یې د څیړني لاندی دي.
کرشمه یوه ځوانه نجلی ده چې د مخدره موادو د قاچاق په جرم په ۱۶ کاله بند محکومه شوې ده.
کرشمه یوکال وړاندی هغه وخت د کابل په هوایې ډګر کې ونیول شوه چې غوښتل یې هندوستان ته مخدره مواد قاچاق کړي.
نوموړې وایې دی کارته یې د لوږي او نادارۍ په وجه مخه کړې وه.
د کابل په هوایې ډگر کې کومې ښځیې چې د مخدره موادو د قاچاق په جرم نیول کیږي ډیری یې بهرنې اوسیدونکي دي چې یو شمیر یې هم د کابل په ښځینه زندان کې بندیانې دي.
د نایجریااوسیدونکې روزي موري، یوه بهرنې میرمنه ده چې د کابل په هوایې ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق په جرم نیول شوې ده.
د روزی موری په څیر نورې ښځینه بندیانې هم پدغه زندان کې شته او ادعا کوي چې په ناحقه بندیانې شوې دي. میرمن حاجه چې ځان ۸۰ کلنه معرفي کوي او د هرات په ولایت کې د خپلو دري نورو ښځینه خپلوانو سره یواځي نیول شوی، وایې چې بي ګناه ده.
د کابل د هوایې ډګر له لارې د مخدره موادو د چاقاق لپاره قاچاقبران له بیلابیلو لارو نه کار اخلي. خو د کابل هوایې ډګر پولیس وایې چې دوی د تلاشۍ په وخت کې په لسګونو قاچاقبران نیولي او د قانون منګولو ته ای سپارلي دي.
د کابل د هوایې ډګر د سرحدی پولیسو قومندان جنرال محمداصف جبارخیل وایې د روان کال په اوږدو کې دوی ۲۷ تنه د مخدره موادو قاچاقبران نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
د کابل په هوایې ډګرکې امنیتي چارواکي وایې چي پدی ورستیو کې د مخدره موادو اکثره قاچاقبران د خیټي یا معدې له لاري مخدره مواد بهر ته قاچاق کوي چې دوي دغسي کسان هم نیولي دي.