د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما وايي چې د آمریکا متحده ایالات به پر ایران باندې دهغه ملک د اټمي پروګرام له کبله فشار اچولو ته دوام ورکړي.
جمهور ریْس اوباما د آمریکا په یوه تلویزوني چینل کې نن د جمعې په ورځ وویل چې آمریکا به پر ایران باندی د هغه په وینا فشار زیات کړي او وبه گوري چې تهران څه ځواب ورکوي. مگر هغه وویل چی دا به د نړۍ والي ټولني سره په یووالي ترسره سی.
د جمهور ریْس اوباما خبرې د آمریکا د سي بي اس په تلویزوني چینل کې په داسي حال کې خپرې شوې چې د ایران د اټمي پروګرام ستر مرکچي ویلي چې چین یې د ملک سره پر دې موافق دی چې د ایران د اټمي پروګرام د لانجې د حل دپاره د نورو بندیزونو لګول دومره موثره لار نه ده.
سید جلالي دغه خبرې نن د جمعې په ورځ په بیجینګ کې وروسته له هغه نه چې د چین د لوړ پوړو چارواکو سره یې لیده کاته وکړل، وکړې. هغه د چین د باندنیو چارو د وزیر ینګ جایکي سره هم وکتل.
چینايي چارواکو په مستقیمه توګه دهغه څرګندونې تایید نه کړې خو د چین د باندنیو چارو د وزارت په یوې مخکینۍ بیانیه کې ویلي و چې د ایران د اټمي پروګرام لانجه باید د خبرو اترو له لارې حل شي او په دې برخه کې دي ټولې خواووې نرمي وښيي.
د جمهور ریْس اوباما حکومت روانه اونۍ اعلان وکړ چې چین به د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ایران پر ضد د نورو بندیزونو د لګولو په بهیر کې برخه واخلي.
د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د چین د جمهور ریْس اوجینتاو سره په ټیلفون کې د ایران د اټمي پروګرام په باب د هغه ملک همکاري وغوښته.