کندهار کې پر بس د ناټو په ډزو کې ۴ تنه مړه دي

افغان چارواکي وایي چې د ناټو قواوو نن د دوشنبې په ورځ سهار مهال د مسافرو په هغه بس باندې ډزې کړیدي چې د کندهار نه د هرات په لور روان ؤ.

په پیښه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شویدي او ١٨ تنه نور ټپي شويدي. په وژل شویو کسانو کې یوه میرمن او یو ماشوم هم شامل دي. د ناټو عسکرو ټپي شوي کسان یوه نظامي روغتون ته لیږدولي دي.

ناټو وایي چې عسکرو یې وروسته تر هغه د کندهار ولایت د ژیړۍ په ولسوالۍ کې پدغه بس باندې ډزې وکړې کله چې د بس چلونکي د هغوی اخطاریه ډزو ته پام ونکړ. ناټو وایي چې عسکرو ته یې تر تفتیش وروسته دا معلومه شوه چې دا یو مسافر وړونکی بس ؤ.

ناټو پخپلې یوې اعلامیې کې په پیښه باندې ژوره خواشیني ښودلې ده او د ناټو او افغان چارواکو یوه ګډ هیت د ژیړۍ ولسوالۍ ته رسیدلی دی تر څو د پیښې په اړه تحقیقات وکړي.

لس ګونه تنه خلک د کندهار ښار لارو کوڅو ته راوتلي ؤ او د پیښې پر ضد یې مظاهرې کړې وې. مظاهره کوونکو مرګ دې وي پر امریکا شعارونه ورکول او د جمهور رییس حامد کرزي د واک نه غورځیدل یې غوښتل. مظاهره کوونکو د کندهار لویه لار هم بنده کړې وه.

جمهور رییس حامد کرزي په یوې اعلامیې کې دغه پیښه غندلې ده او ویلي یې دي چې ناټو پدې کار سره د خپل د هغه تعهد نه سرغړاونه کړیده چې وایي د ملکي خلکو ساتنه به کوي.

د کندهار والی توریالی ویسا خبریالانو ته وویل دغه مسافروړونکی بس د ایتلاف د قواو کاروان ته نږدی د حرکت په حال کی وو چی د قواو له خوا ورباندی ډزی وسوی .

ترپیښی وروسته یو شمیر قهریدلو خلکو د کندهار هرات لویه لاره باندی ټیرونو ته اور اچولی ، او لاره یی دوه ساعته د ترافیکو پرمخ بنده کړی وه .

دوهمه پیښه د دوشنبه د غرمی پر ۱۲ بجو د کندهار د ملی امنیت پر ریاست باندی د دری تنو ځان وژنکو وسله والو برید وو.

د کندهار والی توریالی ویسا وویل :چی دغه برید یوساعت دوام درلود چی په پایله کی دری تنه ځان وژنکی د پولیسو له خوا په ګولیو وویشتل سوه ،د یوه ځان وژونکی چاودیدونکی توکی وچاودیدل دوهم ووژل سواو دریم بریدکونکی په زخمی حال د ملی امینت د کار کوونکو له خوا ونیول شو.

د کندهار والی وویل : چی په دغه پیښه کی ۴ د ملی امنیت موظفین او شپږ تنه ملکی کسان ژوبل شوی دی.

د وسله والو ویاند قاری محمد یوسف احمدی د یوه نا څرګند ځای څخه د پیښی مسوولیت یی په غاړه آخیستی دی .

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل د همدې میاشتې په سر کې افغان مشرانو ته ویلي ؤ چې د هغې تر قوماندې لاندې ټول عسکر تر وروستي بریده هڅه کوي چې ملکي خلکو ته د تلفاتو د رسولو مخه ونیسي خو هغه دا منلې وه چې د هغه قواوې ځیني وخت اشتباه هم کوي.

د مسافرو په موټر باندې د ډزو نه وروسته، دوه تنو ځانمرګو برید کوونکو د کندهار په ولایت کې د ملي امنیت په مرکز باندې حمله وکړه او وروسته بیا سخته جګړه پیل شوه.

افغان چارواکي وایی چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان والوزاوه خو بل یې بیا امنیتي قواوو وواژه.