د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مراسمو کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت به "هېڅکله" اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او په وینا یې، د دې موضوع دوسیه "پای ته رسېدلې ده."
ټرمپ د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د ستاینې پر مهال ادعا وکړه چې ایران اوس نه سمندري ځواک لري، نه هوايي ځواک، نه اغېزمن هوايي دفاعي سیستم، نه د توغندیو د تولید او توغولو وړتیا او نه هم اغېزمن مشرتابه. هغه زیاته کړه چې د لومړي ځل لپاره په نږدې درې زره کلونو کې، منځنی ختیځ د سولې خواته روان دی.
په همدې حال کې، فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني اوربند له دوام سره، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې څلور برابره زیات شوی دی. د سمندري معلوماتو له مخې، د کړکېچ پر مهال چې هره ورځ یوازې له یوې تر دوو بېړیو پورې تګ راتګ کېده، د جولای په لومړۍ نېټه دا شمېر اتو بېړیو ته لوړ شوی دی.
خو سره له دې زیاتوالي، د بېړیو تګ راتګ لا هم د جګړې له پیل مخکې کچې ته نه دی رسېدلی. د جګړې تر پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۳۵ بېړۍ د هرمز له تنګي څخه تېرېدلې، چې دا په ډاګه کوي چې نړیوال سمندري تګ راتګ لا هم په بشپړ ډول عادي شوی نه دی.
بل لوري ته، فرانسې او بریتانیا اعلان کړی چې د عمان له حکومت سره به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د بیا تأمین لپاره همکاري وکړي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر په ګډه اعلامیه کې ویلي، د دې همکارۍ موخه د عمان په سیمهییزو اوبو کې د سمندري تګ راتګ خوندي کول او د نړیوالې بېړۍ چلونې صنعت ته ډاډ ورکول دي.
دواړو هېوادونو دا هم ویلي چې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ د ملاتړ لپاره د یوې پراخې څو ملیته پوځي مأموریت د ګومارلو لپاره چمتو دي. دا دریځ وروسته له هغه اعلان شو چې کییر سټارمر د عمان له سلطان سره وکتل، په داسې حال کې چې مسقط د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د وروستي تفاهم په منځګړیتوب کې مهم رول لوبولی دی.