تیره میاشت افغانستان کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي ـ راپور

سي پي آی جي په راپور کې ویلي، چې تیره میلادي میاشت په ۱۵ ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي آی جي" په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تیرې میلادي میاشتې کې د اوړمې میاشتې پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډیره وه.

د " سي پي آی جي" ډله، چې د تیرکال راهیسې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هره میاشت راپور خپروي، د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په راپور کې ویلي، چې د دې میاشتې له لومړۍ څخه تر ۳۱ نیټې پورې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د دې ګروپ د معلوماتو له مخې په تېره میاشت کې د یوه موټر بم برید په ګډون شپږ ځانمرګي بريدونه شوي چې له کبله يې ۶۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

" سي پي آی جي" مشر عزیز احمد تسل، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال له پیل څخه په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ په زیاتېدو ده.

ښاغلي تسل وویل، چې د فبروري میاشتې پرتله د مارچ میاشت ډېره خونړۍ وه .

په دغه میاشت کې ټول ۴۴۳ ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا راپور وايي" په مارچ میاشت کې تر ټولو ډیر تلفات د کابل د ځانمرګي برید و چې په ۲۱ نیټه غرمه مهال د کابل ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې پر هغو ملکي وګړو وشو، چې د (کارته سخي) په سيمه کې د نوي کال دودیز جشن د مراسمو له لمانځغونډې څخه د ستنيدو په حال کې وو".

په کابل کې د دغه برید مسولیت د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی، خو د هلمند په ولایت مرکز کې د دغه برید یوه ورځ وروسته د ترسره شوي ځانمرګي برید مسولیت لا هیڅ کومې ډلې نه دی منلی.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دوديزې غېږ لوبې ته نیږدې ځای کې هغه وخت موټر بم بريد وشو چې سیلانیان د ماښام لمانځه پر لور روان وو، په هغه بريد کې ۱۶ ملکي کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات ژوبل شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي آی جي"، د ځانمرګو بریدونو وروسته هدفي وژنې او ورپسې د سړک د غاړې چاودنې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د پښیدو د ستر عواملو په توګه یادې کړي دي.

دا راپور وايي "همدارنګه ۶ د هاوان ړندې مرمۍ د وسله ‌والو طالبانو او حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو په کورونو تُغول شوي دي چې لږ تر لږه يې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده".

د دغه راپور له مخې د حکومت له لوري په یو شمير سیمو کې شپني عملیات هم د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

دغه راپور کې ویل شوي" د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتې ګروپ له لوري را ټول شوي معلومات ښي، چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په شپنيو عملياتو د الوتکو پواسطه کروندګر په نښه شوي دي. په دغه عملیاتو کې ۸ کسان وژل شوي شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي".

د دغه راپور له مخې په مارچ میاشت کې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو توغنیدیو د بریدونو په پایله کې یو تن وژل شوی او دوه ۲ نور ټپیان شوي دي .

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي آی جي"، سربیره په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوی یوناما هم په دغه هیواد کې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په اړه درې میاشتنې راپورونه خپروي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي آی جي"، په تیره میاشت کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د فبرورۍ د میاشتې پرتله د تلفاتو د کچې د زیاتوالي په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د یومانا د تیر میلادي کال په راپور کې د ۲۰۱۶ کال پرتله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې نهه فیصده کموالی ښودل شوی وو.