په امریکا کې د یوې الوتکې د غورځېدو له کبله نهه کسان مړه شوي

د الوتکې د غورځېدو اصلي علت لا معلوم نه دی

د امریکا د فلوریډا ایالت د پام بیچ په سیمې کې د یوې خصوصي الوتکې د سقوط له امله نهه کسان مړه شوي دي.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې په وینا، د لیرجټ ۶۰ ډوله الوتکه د یکشنبې په ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه د په ځايي وخت په ۱۲:۵۰ سقوط کړی دی.

الوتکې د ټکساس ایالت له آستین څخه د باهاما پر لور روانه وه.

د راپورونو له مخې، پېښه د ولسمشر دونالد ټرمپ له مارالاګو استوګنځي څخه شاوخوا نهه مایله لرې شوې ده.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډفي دغه پېښه «یوه وېروونکې غمیزه» بللې او ویلي یې دي چې د فدرالي هوايي چلند ادارې د ملي ترانسپورټي خوندیتوب بورډ له څېړونکو سره یو ځای خپل ټیم د مرستو لپاره د پېښې ځای ته استولی دی.

چارواکو ویلي، د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د نورو معلوماتو له ترلاسه کېدو سره به یې جزئیات خپاره کړي.

د امریکا د هوايي چلند ادارې او د ترانسپورټ وزارت ویلي، دوی د پېښې په اړه تحقیقات نژدې څاري.

تر اوسه د الوتکې د سقوط د علت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.