په هسپانیه او فرانسه کې د سختې ګرمۍ او وچکالۍ له امله ستر ځنګلي اورونو زرګونه هکټاره ځنګلونه سوځولي او چارواکي خبرداری ورکوي چې د دې اور د کنټرول لپاره هڅې لا هم ستونزمنې دي.
د هسپانیې د اراګون سیمې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوریس په ښاروالۍ کې لګېدلی اور څه باندې ۴۵۰۰ هکټاره ځمکه سوځولې ده.
د اراګون د سیمه ییز حکومت د مالیې او کورنیو چارو وزیر روبرتو برمودیز وویل، اټکل کېږي چې د ورځې په اوږدو کې قوي بادونه د اور د مهارولو هڅې نورې هم ستونزمنې کړي.
سیمه ییز حکومت د بیړني حالت دویمه درجه اعلان کړې، په دې معنا چې اور د مېشتو سیمو او مهمو زیربناوو لپاره ګواښ رامنځته کړی دی. د اور له امله د یوې لویې لارې ځینې برخې هم تړل شوې دي.
په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ د پاریس سوېل ختیځ ته د فونتینبلو تاریخي ځنګل ته ورغلی و چې یو ستر ځنګلي اور څه باندې ۲۰۰۰ هکټاره ځنګلي سیمه پکې سوځولې ده.
دا اور د جولای په ۱۲مه یوې لویې لارې ته نږدې پیل شو او د سختې ګرمۍ او وچې هوا له امله په چټکۍ سره خپور شو.
چارواکي وایي چې د احتیاطي تدابیرو په توګه له ۹۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰ پورې کسان یې له سیمې ایستلي دي او د لویې لارې ځینې برخې او نور ترانسپورتي خدمات هم ګډوډ شوي دي.
مکرون د ژغورنې او اطفائیې له کارکوونکو مننه وکړه او ویې ویل چې فرانسه له یوې بې ساري سختې اورلګېدنې موسم سره مخ ده.
فونتینبلو ځنګل، چې د پاریس شاوخوا ۶۰ کیلومتره سوېل ختیځ ته پروت دی، د یونسکو د بایوسفیر خوندي سیمه او د فرانسې له ډېرو سیاحتي طبیعي سیمو څخه یوه ده. کارپوهان وایي چې د سوځېدلو سیمو بېرته رغېدل ښايي لسیزې وخت ونیسي.
فرانسوي چارواکي وایي چې د روان کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې څه باندې ۳۲ زرو هکټاره ځمکه د اورونو له امله سوځېدلې، چې دا د ۲۰۲۵ کال د ټول زیان له کچې هم لوړه ده.