د امو سیند د څنډو اوسېدونکي په وېره کې دي

د امو سیند د څنډو اوسېدونکي په وېره کې دي

د تخار په سرحدي ولسوالیو درقد، ینګي کلا، خواجه بهاوالدین او چاه آب کې هر کال د آمو سیند په زرګونو جریبه زراعتي ځمکې، باغونه او د خلکو کورونه ویجاړوي، چې د دغه سیند څنډو ته د پرتو کلیو بانډو د اوسیدونکو په وینا که د سیند د څنډو تحکیمات ونه شي، د څو کلونو په تېریدو سره به یې کورونه هم لکه د زراعتي ځمکو او باغونو په څیر د امو د څپو لاندې شي.

دوی وايي چې تاجکستان خپل لور ته د سیند څنډې کلکې کړي، چې په وینا یې له امله یې سیند یوازې د افغانستان لور ته خپله لمنه پراخوي او هر کال د دوی په سلګونو جریبه زراعتي ځمکې وړي.

د درقد ولسوالۍ یو اوسیدونکی پاینده محمد وايي چې په مجموعي ډول د درقد ولسوالۍ اوسیدونکي د امو د سیند له اوبو زیانمن کیږي، هغه وايي که له یو لوري د سیند څنډو ته د پرتو خلکو کورونه او زراعتي ځمکې د اوبو لاندې کیږي، نو بل لور ته دغه سیند د درقد ولسوالۍ اکثره سربندونه وړي چې له امله یې بیا د دغې ولسوالۍ د نورو سیمو د اوسیدونکو فصلونه د اوبو د قحطۍ له امله سوزي.

پاینده محمد وايي "په درقد کې د سیند څنډو ته پراته خلک تل د سیند د اوبو د زیاتوالي څخه ځوریږي، ځینې خلک چې د سیند غاړې ته پراته دي، فصلونه، ځمکې، کورونه او باغونه یې د اوبو لاندې کیږي، او د اوبو د زیاتوالي له امله د نورو سیمو سربندونه ویجاړیږي او د هغو سیمو دخلکو فصلونه سوزي"

د چاه آب ولسوالۍ د سمتي د کلي یو بزګر قربان محمد وايي چې د دوی د خلکو ډیرې زراعتي ځمکې اوس د امو د څپو لاندې دي، هغه وايي چې دغه سیند هر کال د دوی په سیمه کې په سلګونو جریبه ځمکې او باغونه لاندې کوي.

"سږ کال د سمتي په سیمه کې نږدې ۱۰۰۰ جریبه زراعتي ځمکه چې باغونه هم په کې وو سیند ویجاړه کړې، او په دغه سیمه کې تقریبا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه پاتي ده چې که د سیند د غاړو تحکیمات وشي زموږ ځمکې او کورونه به هم په امان کې شي او که نه موږ له دې پرته د خپل کلي سره یو ځای د له منځه تلو په حال کې یو"

د ینګي کلا ولسوال عبدالدیان هم د دغو نورو ولسوالیو خلکو ته د ورته ستونزې یادونه کوي او وايي: "د امو سیند هر کال ډیرې ځمکې ویجاړوي، له همدې امله ورته د اسیایی بانک لخوا د لسو میلونو په لګښت یوه پروژه ځانګړې شوې، چې باید د امو د سیند تحکیمات وشي، خو دغه یو کال کیږي چې هیڅ معلومات یې نه کیږي، که چیرته ژر تر ژره ددغه تحکیماتو غم ونه خوړل شي نو په راروان کال کې ددې ویره شته چې د امو اوبه سیند ته نږدې کلي هم لاندې کړي"

نوموړی وايي چې تیر کال یوازې په ینګي کلا ولسوالۍ کې د امو سیند له پنځه سوه جریبو زیاته ځمکه او اتیا کورونه ویجاړ کړي وو.

د تخار د اوبو د تنظیم رییس انجنیر سالم اکبر وايي چې په دې وروستیو درې څلورو کلونو کې د انرژۍ وزارت له لوري په درقد او ینګي کلا ولسوالیو کې د امو د غاړو د تحکیماتو ځینې پروژې عملي شوي، چې په وینا یې دغه شوي کارونه د خلکو د اړتیا په پرتله لږ دي.

نوموړی وايي چې د اوبو او انرژۍ وزارت په دغه سیمه کې د امو د تحکیماتو لپاره بنسټیز کار پیل کړی و، هغه وايي:

"د اسیا پراختیايي بانک له یتیم تپې څخه تر شفتالو بوز پورې د سواحلو د جوړولو تعهد کړی و، دغه سیمه څه باندې لس کیلو متره اوږدوالی لري، چې اسیایي بانک ورته دولس میلونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي وو، او لومړنۍ سروې او ډیزاین یې هم شوی و، خو په سیمه کې د ناامنۍ د ډیروالي له امله هغوی ونه توانیدل چې کار پیل کړي، اوس چې امنیت ښه شوی امکان لري اسیايي بانک په دغه سیمه کې خپل کارونه پیل کړي"

تخار ولایت د ګاونډي هیواد تاجکستان سره ۱۶۰ کیلو متره سرحدي پوله لري، چې د جګړو په کلونو کې د امو د سیند څنډې د نه پاملرنې له امله ډېرې زیانمنې شوي دي.