د کابل د هوايي ډګر په ځانمرګي برید کې تورن افغان په شل کاله بند محکوم شو  

د متحده ایالاتو عدلیې وزارت چارشنبه سپټمبر ۱۶ ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو په تور تورن افغان وګړی، محمد شریف الله، په شل کاله بند محکوم شو.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې شریف الله د داعش خراسان ترهګریز سازمان غړی و او نږدې لس کاله یې د یوې پیژندل شوې ترهګرې ډلې لپاره مالي امکانات برابرول.

د ملي امنیت په چارو کې د متحده ایالاتو د لوی څارنوال مرستیال جان اې ایزنبرګ پدې اعلامیې کې ویلي چې شریف الله نږدې لس کاله د یوې "ناوړه مبارزې په زړه" کې تیر کړل او په ټولې نړۍ کې په ملکیانو باندې د بریدونو لپاره یې مواد برابرول.

ښاغلي ایزنبرګ همدارنګه ویلي چې همدا ملاتړ د دې سبب شو چې د کابل هوایي ډګر په ابي ګیټ کې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شي.

په اعلامیې کې د ایزنبرګ له قوله ویل شوي چې د شریف الله" لاسونه د خلکو په وینو سره و" او د محکمې د نن ورځې پریکړې له مخې هغه ددې کار په خاطر مسؤل وبلل شو.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې متحده ایالات به ټول هغه کسان تعقیب کړي، وبه یې نیسي او عدالت به یې وړاندې کړي چې په ټولې نړۍ کې د امریکایي سرتیرو په وژلو کې لاس ولري.

په عین حال کې د ختیځې ورجینیا حوزې لپاره د لوی څارنوال لومړۍ مرستیالې، تیوفاني کې ستاموس ویلي چې شریف الله خپل ژوند تشدد او د کرکې لپاره د خلکو وژلو ته وقف کړی و.

میرمن ستاموس ویلي چې هغه کسان چې شریف الله وژلي دي، بیرته نشي ژوندي کیدی خو زیاتوي چې د هغو کورنیو لپآره عدالت پر ځای کولی شي چې خپل خپلوان یې د کابل په هوایي ډګر کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي.

شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو په تور تورن و، چې له امله یې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د قضیې څارنوال، رایان وایت، ویلي چې شریف الله د داعش د یوه غړي په توګه د دې برید په پلان جوړولو کې اساسي رول درلود، او همدارنګه د داعش د نورو بریدونو، په شمول د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوه کنسرت پر مهال برید کې هم ښکېل و.

خو د شریف الله وکیلې، لارن روزن، محکمې ته ویلي و چې موکل یې په درواغو د دې برید اعتراف کړی دی. هغې زیاته کړه چې څارنوالانو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ته د شریف الله له اعتراف پرته، بل هېڅ ډول اسناد او شواهد محکمې ته نه دي وړاندې کړي چې وښيي نوموړی د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس درلود.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټې برید چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته وشو، مسولیت د داعش ډلې اخیستی و.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ څېړنو موندلې چې د دې ځانمرګي برید عامل عبدالرحمان لوگری و، چې د داعش غړی و او د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا د بګرام له زندان څخه خوشې شوی و.