عدلي او قضايي مرکز د فساد او جرمونو لسگونه قضیې څیړي

لویي څارنوالۍ په وینا تراوسه ۳۱ کسان د اداري فساد اړوند قضیو په تور نیول شوي

د افغانستان د ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي تر اوسه يي پدې مرکز کې دفساد اړوند ۵۵ دوسیې ثبت کړي دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشد رسولی وایي په دې دوسیو کې هغه لوړپوړي مقامات هم شامل دي چې ډیر ژر به يي دوسیې د څیړلو لپاره محکمې ته ولیږل شي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه"د مرکز له فعالیت تر دا مهاله له بېلابېلو مراجع شاوخوا ۵۵ دوسیې ورسېدلي چې د درې قضیو په اړه څېړنې بشپړې شوي او محکمې ته سپارل شوي، د ټولو قضیو په تړاو ۳۱ تورن دا مهال بندیان دي او پاتې تورن په ضمانت خوشې شوي دي."

د لویي څارنوالۍ په وینا تراوسه ۳۱ کسان د اداري فساد اړوند قضیو په تور نیول شوي دي او اوسمهال اته نورې دوسيې د څیړلو او ارزولو لاندې دي.

لویه څارنوالي وایي تراوسه د جمهوري ریاست لخوا ورته د اداري فساد اړوند ۱۶ کسانو دوسیې ورلیږل شوي دي چې ټولې يي د غور لاندې نیولي دي.

ښاغلي رسولي زیاتوي چې د دغو یو شمېر نورو قضیو په تړاو دا مهال په مخابراتو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزارتونو او همدارنګه د الکترونیکي تذکرو په اداره کې پلټنې روانې دي.

په تېرو پنځلسو کلونو کې لومړی وار تیره اونۍ په اداري فساد د یوه متهم د قضیې علني محاکمه ترسره شوه.

دا لومړۍ قضیه هم په خپله د لویې څارنوالۍ د یوه تورن جنرال او د نظامي څارنوال وه.

متهم څارنوال په پنځوس زره افغانۍ رشوت اخیستو نیول شوی و.

که څه هم د اداري فساد په وړاندې د سنګینو جرمونو محکمې دا قضیه لومړۍ څېړله، خو د متهم د مدافع وکیل د نه تیاري له امله بلې اوونۍ ته دا محاکمه وځنډېدله، خو مدافع وکیل په خپلو خبرو کې څارنوالي او د اداري فساد د سنګینو جرمونو محکمه وننګوله.

مدافع وکیل وایي‪"کاشکې ددې محکمې پيل لکه همداسې چې د سنګینو جرمونو محکمه ده، له میلیون ډالري قضیې مو پيل کړی وای، نه د پنځوس زره افغانیو له قضیې. سمه ده چې جنرال دی‪".

دې محکمې یوه بله قضیه هم په روانه اونۍ کې څېړل شوې ده.

ددې علني محکمې له جریان له اداري فساد سره د مبارزې بنسټونو هم څارنه کوله. دې بنسټونو ویل چې له اداري فساد سره د مبارزې په عدلي او قضائي مرکز چې شپاړس نورې دوسیې هم شته چې محکمې ته انتظار باسي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټه وايي، تمه لري، چې د زورواکو د فساد دوسیې هم وڅېړل شي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې مشر ډاکټر یما ترابي وایي‪"په پنځلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې داسې یو مرکز باید لومړنۍ قضیې تعقیب کړې وای. دا محاکمه سمولیک بعد لري. په افغانستان کې د بخښنې کلتور له منځه وړي‪".

لویه څارنوالي بیا وايي، چې د اداري فساد نورې قضیې هم شته چې محکمې ته به وړاندې شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ‪ وویل

"د دې مرکز په څارنوالۍ کې زیاتې قضیې تر تعقیب لاندې دي. هر کله چې تحقیقات بشيړ شي، د اداري فساد په وړاندې د سنګینو جرمونو څارنوالي به خپله قانوني پرېکړه وکړي‪".

افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد له اړخه درېیم هیواد بلل کیږي. له صومالیا او شمالي کوریا وروسته تر ټولو مفسد هیواد بلل کیږي. ځینې بنسټونه که څه هم د عدلي او قضائي مرکز شتون ګټور بولي، خو دوی د لویو قضیو د څېړنې او د زورور مفسدینو د محاکمې انتظار باسي