سوریه کې تر اوسه ۱۴۰۰ مظاهره چیان وژل شوي

سوریه کې تر اوسه ۱۴۰۰ مظاهره چیان وژل شوي

د سوریې خلک او مبارزین وایي، امنیتي قواوو تیره شپه پایتخت دمشق ته څیرمه، د حکومت ضد دوه مظاهره چیان ویشتلي دي او دواړه مړه دي.

دغو مبارزینو او د سیمې خلکو ویلي، ډزې په حجر الاسود کې شویدي.

پدغه ځای کې د جمهورریس بشارالاسد د واکمنی په ضد مظاهرې عمومیت لري.

همدغه راز عیني شاهدانو وویل چې نن حکومتي ټانکونه د حما ښار شاوخوا کې ځای په ځای شول. دغلته عسکرو څو کسه په دې گومان چې ناراضیان دي، ونیول او په حکومتي ضد مظاهره چیانو د حملې په وخت کې د ټوپکو ډزې هم واوریدل شوې.

لږ تر لږه ۱۵۰ زره خلکو د جمعی په ورځ په حما کی مظاهره کړې وه.

د مارچ په میاشت کې د جمهورریس اسد د واکمنی ضد د مظاهرو د پیل راهیسې تر اوسه پورې دومره لویه مظاهره مخکې نه وه شوې.

جمهور ریس اسد د شنبې په ورځ، یعنې د مظاهرې په سبا، د حما والي له کاره برطرف کړ.

امریکا او اروپایي اتحاد په جمهورریس اسد او د هغه په سلاکارانو باندې یو لړ بندیزونه لګولي دي چې مجبور شي او د ډیموکراسی د پلویانو د ځپلو نه لاس واخلي.

د بشري حقوقو ډلې وایي امنیتي قواوو، د مارچ د میاشتې د نیمایي راهیسې تراوسه پورې یو زرو څلور سوو نه زیات خلک وژلې دي چې اکثره په کې بې وسلې او تش لاسي مظاهره چیان وو.