غزني کې د طالبانو په مرکزونو هوايي بریدونه شوي

افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي چې دا برید اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزونو شوی دی.

دغزني په ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي، چې دیره ورځ مازیګر د دغه ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزونو هوايي بریدونه شوي دي.

د ۲۰۳ تندرقول اردو د درییمې لیوا ویاند حنیف رضايي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي رضايي وویل "تیره ورځ مازیګر د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د اندړو ولسوالۍ د خیروخیلو په سیمه کې چې په کې د هغوی هم مرکزونه یې په نښه شول،۱۳ طالب وسله وال ووژل شول".

د غزني په ولایت کې د افغان پوځ دغه چارواکي وویل چې په دغو هوايي بریدونو کې د وسله والو طالبانو څلور ډیپوګان هم له منځه تللي دي او د هغوی دوه نقلیه وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په غزني کې د ملي اردو د دغه صاحب منصب د ادعاو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شپږ اونیو کې د جغتو درې امنیه قوماندانان وژل شوي

د غزني د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې شمیرل کیږي د اندړو ولسوالۍ سره نږدې د ناوې ولسوالۍ د لسو کالو راهیسې د طالبانوپه لاس کې ده، چې د دغې دلې مرکزونه هم په کې شتون لري.

تیره ورځ د دغه ولایت د جغتو د ولسوالۍد امینه قوماندانۍ سرپرست میراجان جعفري هم د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د غزني د پولیسو د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې میراجان جعفري تیره ورځ نهه بجې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. هغه وویل چې په دې چاودنه کې د ښاغلي جعفري یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

ښاغلی میراجان د دې ولسوالۍ درییم امنیه قوماندان دی، چې په تیره یوه نیمه میاشت کې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوه اونۍ وړاندې څارمن محمداسحق جلیلي د ماین په ورته پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

له څارمن محمداسحق جلیلي وړاندې د دې ولسوالۍ بل امنیه قوماندان څارمن منظورحسین هم د وسله والو طالبانو په یو کمین کې وژل شوی وو.