ډیری افغان ښځو ملي اردو ته مخه کړې

په دی وروستیو کی د ډیرو افغانو ښځو پام ملی اردو ته ور اوښتی او دوی غواړی چی له دی لارې خپل هیواد ته خدمت وکړي.

حبیبه یوه افغانه میرمن ده چی غواړي په ملي اردو کې شامله شي. نوموړې اوس راغلې چې په اردو کې د شمولیت لمړني کارونه پوره کړي. د نورو معیارونو برسیره پوره سواد هغه څه دي چې په اردو کې د شاملېدو په وخت په پام کې نیول کیږي.

حبیبه وايي: "زه راغلې یم چې له دې لارې خپل هېواد ته خدمت وکړم او له بله پلوه له دې لاری به می د ژوند لگښتونه پوره کیږي".

د دغو ښځو زیات شمېر یې په ملي اردو کې د ژوند په سختو شرایطو پوهیږي، او وايي پورته چمتووالی لري.

یوه مېرمن چې غواړي په ملي اردو کې جذب شي وايي چې زه پوهیږم په ملي اردو کې قیودات شته خو ما ته مهمه نه ده زه کولای شم چې د نارینه وو په شان خدمت وکړم.

په اردو کې شاملې شوې ښځې اساسي نظامي تعلیمات زده کوي. کلک نظامي قیودات، دریشي اغوستل، خپل مافوق ته تعظیم او احترام دوی په یوه مکمل سرتیرې بدلې کړي دي.

جاویده، د ملي اردو سرتیرې وايي: "زه افتخار کوم چی د نارینه وو په خوا کې د خپل هیواد ساتنه کوم".

دغو ښځو ته چې ملي اردو ته راځي ځانګړي امتیازونه هم په پام کې نیول شوي دي او دوی زیاتره مطبوعاتي او اداري کارونه تر سره کوي.

د اردو د جلب و جذب مسئولین وايي چې د ښځو علاقه او مینه په اردو کې زیاته شوې او کوښښ کوي لا نورې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.