په ۲۰۱۰ کال کې۲۴۲۱ ملکي کسان په بیلابیلو پېښو کې په افغانستان کې وژل شوي دي چې یواځي ۳۰ فیصده یې ماشومان دي، چې شمیر یې ۷۳۹ تنو ته رسېږي. یعنې د ورځې دوه ماشومان وژل شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسون مشره میرمن سیما ثمر وايي چې په افغانستان کې د بشر د حقوقو په برخه کې پرمختګ شوی دی، د ای آر ام په نامه د بشر د حقوقو څیړونکې ادارې پرون د چارشنبې په ورځ خپل کلنی ریپوټ خپور کړ چې په کښي راغلي چې په ۲۰۱۰ کال کې۲۴۲۱ ملکي کسان په بیلابیلو پېښو کې په افغانستان کې وژل شوي دي.
د خبرو اترو د پنجشنبې د ورځې په خپرونه کې مو پر همدغې موضوع باندي د خپلو میلمنو سره بحث وکړ.
په خپرونه کې میلمانه وو:
په کابل کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسون د ساحوي دفتر ریْس شمس الله احمدزی او د افغانستان د بشر د حقوقو او د چاپیریال ساتنې د ادارې ریْس عبدالرحمن هوتکي
خپرونه په مستیقمه بڼه د واشنګټن د سټیډیو څخه خپره شوه.
په خپرونه کې د میرمن ثمر پر څرګندونو، په افغانستان کې د بشر د حقوقو پر وضعیت او د پرمختګونو په باب خبري وشوې او همداشان د خلګو پوښتنو ته هم چې د افغانستان د بیلابیلو برخو نه یې د خپرونې سره تماس نیولی و ځوابونه وړاندي شول.
د خپرونې میلمنو اندېښنه څرګنده کړه چې سره له دې چې یو لړ پرمختګونه شوي دي خو اوس هم په افغانستان کې د بشر حقوق تر پښو لاندي کېږي، خلګ په شخصي زندانونه کې شپې سباح کوي او د جګړو د ښکیلو خواوو د تاوتریخوالي په نتیجه کې بې ګناه ملکي کسانو ته مرګ ژوبل وراوړي.
خپرونه دلته واوریْ