یو افغان په امریکا کې د بم جوړولو او امریکایانو د وژلو د ګواښ له امله رسما تورن شو

د امریکا د متحدو ایالتونو عدليې وزارت وايي، یو افغان تبعه چې په ټکساس ایالت کې اوسېږي، په ټولنیزو شبکو کې یې د بم جوړولو، ځانمرګي برید او د امریکایانو د وژلو ګواښونو له کبله په رسمي ډول تورن شو.

د عدليې وزارت يه یو بیان کې چې د سې شنبې په ورځ په خپل ویب پاڼه کې خپور کړی ویلي چې۳۰ کلن افغان تبعه، محمد داوود الکوزی چې د ټکساس د فورټ ورټ ښار اوسېدونکی دی، پر دې تورن دی چې د نومبر پر ۲۳مه یې د ټیک‌ټاک، ایکس او فېسبوک له لارې په یوه ویډیو کې یاد ګواښونه خپاره کړي دي.

د امریکا لوی څارنواله، پامېلا بانډي، وايي چې یاد کس په ښکاره ډول ادعا کړې وه چې امریکا ته د امریکایانو د وژلو په نیت راغلی دی.

نوموړې زیاته کړه چې د عامه خوندیتوب لپاره دا ډول ګواښونه له پامه نه شي غورځول کېدای.

د ټکساس په شمال کې د امریکا څارنوال، رایان ریبولډ، ویلي چې حکومت د امریکایي وګړو او نورو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه «صفر زغم» لري او هغه کسان به ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي چې د عامه امنیت لپاره ګواښ وي.

د عدليې وزارت د شکایت له مخې، په ویډیو کې الکوزی په دري ژبه خبرې کوي او د ویډیو په تماس کې له لږ تر لږه دوو نورو کسانو سره د ځانمرګي برید، د “کافرانو” او امریکایانو د وژلو ګواښونه کوي.

په شکایت کې ویل شوي چې نوموړي ادعا کړې چې غواړي په خپل موټر کې بم جوړ کړي او د غوړیو د هغو ژېړو بوشکو یادونه یې کړې چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د لاسي بمونو د جوړولو لپاره کارول شوی دی.

چارواکي وايي، الکوزي طالبان “ګران” بللي او ادعا یې کړې چې له نیول کېدو، شړل کېدو یا وژل کېدو ویره نه لري.

د ایف‌بي‌اې د ډالاس د څانګې څارنوال، جوزف راتراک، ویلي چې د خلکو له خوا د دې ګواښوونکې ویډیو راپور ورکولو د دې لامل شو چې د ترهګرۍ ضد ګډ ځوک پر وخت مداخله وکړي او نوموړی تر تاوتریخوالي مخکې ونیول شي.

د کورني امنیت وزارت اړوند د تحقیقاتو ادارې (HSI) د ټکساس مشر ټراوېس پیکارډ هم ټینګار کړی چې انلاین ګواښونه جدي نیول کېږي او د عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.

الکوزی دا مهال توقیف شوی او د فدرالي قاضي له‌خوا د محاکمې په تمه دی.

که هغه مجرم وپېژندل شي، تر پنځو کلونو پورې د بند له سزا سره مخ کېدای شي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا یوازې تورونه دي او تر هغه وخته چې محکمه وروستۍ پرېکړه ونه کړي، نوموړی بې‌ګناه ګڼل کېږي.