کرزی وايي د اداري فساد د ریښو په ایستلو یې پیل کړی

کرزی وايي د اداري فساد د ریښو په ایستلو یې پیل کړی

افغان جمهور رئیس وایي په دولت کې یې د اداري فساد شته لاملونه پیږندلي دي او کلک هوډ یې کړی چې جړې به یې باسي.

د ښاغلي کرزي په وینا د افغانستان ناتوانه ملکي اداره او دلته د بهرنیانو په قرار دادونو او معاملو کی درغلي په دې هیواد کي د فساد اصلي لاملونه دي.

جمهور رئیس وایی هوډ لري چې ملکي اداره اصلاح کړي او د بهرنیانو سره معاملې افغانیزې کړي د هغه په وینا همدا دوه لارې په افغانستان کې د اداري فساد د ورکېدو اساس جوړېدلای شي

جمهور رئیس کرزی چه په کابل کی یی د فساد سره د مبارزې د ورځې په مناسبت خبرې کولې وایي په تولنه کې یې د اداري فساد شتون ددې سبب دی چې د ټولنیز عدالت پلې کولو لپاره د دولت پروګرامونه عملي نشي او هغه ګامونه چې دولت یې غواړي د وګړو د ږوندانه د بسیاینې لپاره اوچت کړي ټکڼۍ شي

جمهور رئیس وایي په دولتي ملکي ادارو کې د هیواد والو د کارد تر سره کولو لپاره ډیرې اوږدې مرحلې شته چې ددې قوانینو او اوږدو پروسو نه د وګړو تیریدل په خپله د اداري فساد سبب کیژي

ښاغلی کرزی وایي ددې اوږدو لارو د لنډولو لپاره یې ګامونه اوچت کړي خو تر بشپړه بري په لار کې لا ستونزې شته، خو تر دې ټولو زیات په دې هیواد کې د فساد لاملونه د دولتي لوړ پوړو کړیو د فساد نه ډک اجرات او د بهرنیانو شتون او د هغهوی د مرستو او کړنو څرنګوالی دی، او تر ټولو روښانه دلیل یې په هیواد کې د امنیتي خصوصي شرکتونو موجودیت دی چې د جمهور رئیس په وینا ملیونونه ډالره مصارف لري او هم ددې هیواد د نا امنیو لامل ګرخیدلیي دي . له بلې خوا ددې هیواد د امنیتي قواوو د پراختیا او پرمختګ مخنیوی کوي.

بل لامل د افغانانو سره د بهرنیانو قراردادونه او معاملې دي چې د جمهور رئیس په وینا افغان دولت پکې هیڅ ډول واک نلري

ښاغلي کرزی وایي په دې ښه پوهیږي چې په افغانستان کې د فساد د شتون قصور واره څوک دي خو د هغه دولت به د مجربې او متخصصې ملکي ادارې د جوړولو لپاره ګامونه ګړندي کوي او داسې ملکي اداره به جوړوي چې هلته د ادارې د مشر د تګ سره سیسټم بدل نشي او د خپلې خوښې د مقرریومخنیوی وشي

په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې د ستراتیژي د تطبیق ادارې مشر وایي په دولتي ادارو کې د فساد شتون مني خو په دې اړه د شفافیت د نړیوال سازمان د راپور سره همغږی نلري چې د اداري فساد شتون ته یې بیلابیلی درجې ورکړې

ښاغلی عثماني وایي ددې هر څه سره سره په افغانستان کې کاري شفافیت وده لري او د فساد پر ضد مبارزه کې لاس ته راوړنې هم لري .

پنځه تنه لوړ پوړي او مهم دولتي چارواکي یې فساد کې د لاس ته لرلو په تور نیولي. د بهرنیانو سره د قراردادونو متن چې اکثره په بهرنۍ ژبه وي او د افغانانو له خوا په موضوع نه پوهیدل او په دې منځ کې د پیسو شکته پورته کیدنه د فساد جرړه ده چه اوس به دا قراردادونه په دري او پښتو لیکل کیږي او افغان چارواکو ته به په دې هکله هر څه رو ښانه وي.