افغانستان کې د انجونو د زدکړو مبارزې زرقا یفتلي په ژوند او مبارزې جوړ شوي فلم د فلمونو مشهوره جایز کانز ګټلې ده.په فرانسه کې د کانز د فلمونو د ۲۰۲۶ کال د جایزې ګتونکو فلمونو په لیست کې د زرقا یفتلي په مبارزه جوړ شوی فلم هم شامل دی
دا فلم چې د هیلې درس، د زرقا کیسه نومیږي د معارف او د نوو مستندو فلمونو په برخه کې د سپینو زرو جایزه ګټلې.د انجونو د زدکړو افغان مبارزې زرقا یفتلي په کار او زیار جوړ شوی دې مستند فلم ته د زید بشري اتصال جایزه ورکړل شویده.
میرمن یفتلي چې د افغان انجونو او میرمنو د حقوقو دپاره فعالیت کوي زیات کوشش ېې افغان انجونو ته د زدکړو فرصتونه برابرول دي . په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو تر شبږم ټولګیو ورپورته د نجونو په زدکړو بندیز ولګوه چې تر دې دمه دوام لري