پولیس:په فاریاب کې وژل شوي قومي مشران انتخاباتي «کمپاینران» نه و

Afghanistan Women’s Rights

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګنې په فاریاب کې درې وژل شوي قومي مشران، د کومې انتخاباتي ډلې لپاره کمپاین کاوه .

وسله والو کسانو تېره ورځ (۱۳-۳-۲۰۱۴) د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ په مېرشکار سیمه کې دغه درې قومي مشران په ډزو ووژل او له سیمې یې پښې سپکې کړي .

پولیس چارواکي وايي دوی مارشال قسیم فهیم د فاتحې له مراسمو خپلو کورونو ته پر لار و، پرې برېد وشو او ځای پر ځای ووژل شول.

تېره ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه نوماند عبدالله عبدالله مطبوعاتي ډلې ادعا وکړه چې وسله والو کسانو یې په فاریاب کې درې کمپاین کوونکي وژلي دي .

خو د کورنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې اعلاميه کې ویلي دي « دغه قومي مشرانو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو مبارزو غړي نه و او وژنه یې هم د شخصي دښمنیو پایله وه .»

وزارت وايي د قاتلینو لټون یې پیل کړی او ژمنه یې کړې چې وژونکي به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري .

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاین په لومړۍ شپه نامعلومو وسله والو په هرات کې دوه کسان ووژل چې وروسته بیا د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې دغه کسان خپل کمپاینران وبلل .

د دې ترڅنګ د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم پر ځینو کمپایني غونډو خال خال بریدونه شوي دي، خو په ټوله کې ناامنۍ د ټاکنیزو کمپاینونو او ټاکنو په وړاندې یوه لویه ننګونه بلل کیږي .