دټاکنو د خپلواک کميسيون وايي د ولسمشرۍ ټاکنې به پخپل وخت د "سیاسيونو له مداخلې" پرته تر سره شي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې حوا علم نورستانۍ امريکا غږ ته وويل د تقويتي نوم ليکنې په پروسه کې څه باندې۳۰۰زره افغانانو نومونه ليکلي.
ميرمن نورستانۍ وايي د ټاکنو په اړه د ښځو پوهاوې ډیر شوې
ميرمن نورستانۍ وويل، سره له دی چې تلفات يې درلودل خوبیاهم د تقويتي نوم ليکنې پروسه بریالۍ پاې ته رسيدلې.
تقویتي نوملیکنه هغه پروسه ده چې په کې هغه خلک د ټاکنو لپاره نومونه لیکي چې تېرو ټاکنو کې یې د رایې اچوني قانوني سن پوره نه و، د یو لړ دلایلو له کبله یې په ټاکنو کې برخه نه وه اخیستې او هېواد ته تازه راستانه شوي وي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې په تقويتې نوم ليکنه کې د گڼ شمير ښځود گډون علت د پوهاوي لوړه کچه او د مکراتيکې پروسې سره يې دهغوې ليوالتيا وښودله او زياته يې کړه:
«د هيواد په کچه نورستان ولايت ښځو په لوړه شمیره او د لوگر ولايت ښځو په کمې شميرې راتلونکې ټاکنو لپاره نوم ليکنه کړې.»
آغلې نورستانۍ ډاډ څرگند کړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پخپل وخت د سیاسيونو له مداخلې پرته تر سره شي .
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشرې حوا علم نورستانۍ بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
امریکا غږ سره د حوا علم نورستانۍ مرکه