د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون وایی چی د شنبی د ورځی په پارلمانی انتخاباتو کی یی تقریبآ درۍ زره رسمی شکایتونه ترلاسه کړي دي.
د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمسیون چی د ملگرو ملتونو ملاتړ ورسره دی، نن وویل چی د دغو شکایتونو د ١٣٠٠ نه یی زیات د انتخاباتو د ورځی راهیسی ثبت شوي دي. او نور شکایتونه د انتخاباتو مخکی وررسیدلی دی.
د انتخاباتو د کمسیون چارواکی وایی چی تقریبآ څلور ملیونه افغانانو د ولسی جرگی د ٢۴٩ څوکیو لپاره کاندیانو ته رایی ورکړی.
د انتخاباتو ناظرین د انتخاباتو په اړه جدی اندیښنی لری چی په هغو کی هغه ادعاگانی هم شاملی دی چی په ځینی ځایونو کی رایی ورکونکو ته د ځایی جنگ سالارانو لخوا گواښونه شوی دی.او په ځینو سیمو کی د صندوقونو د ډکولو ، د تکراری رایی اچولو او د جعلی کارتونو د استعمالولو رپوټونه ورکړل شوی دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون ویلی چی د درغلیو پیښی کیدونکی وی او په دی کار کوی چی په وروستیو نتایجو کی د دغو درغلیو د اغیزو مخه ونیسی.
د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمسیون نن د شکایتونو د اوریدو وروستئ ورځ اعلان کړه.
افغانان په زړورتیا سره انتخاباتی مرکزونو ته ولاړل. لږ تر لږه ٢٢ تنه پکی ووژل شول او په ټول ملک کی د یاغیانو لخوا د ٢٨٠ و نه د زیاتو حملو رپوټونه ورکړل شوی دی.