ایران کې یو افغان وګړی اعدام شوی

د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نگاو» وايي، د خلیل افغان په نوم یو ۲۵ کلن افغان زنداني د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د خلیل افغان د اعدام حکم د سپټمبر پر ۱۳مه، د یکشنبې په سهار، عملي شوی دی.

«هه‌نگاو» وايي، خلیل افغان له یوه ۳۴ کلن بلوچ زنداني اصغر پیش‌آهنګ سره په یوه ګډه قضیه کې د نشه‌يي توکو اړوندو تورونو له امله محاکمه او په اعدام محکوم شوی و.

د سرچینو په وینا، خلیل افغان د اصغر پیش اهنګ سره یوځای د ایران د کنارک په ولسوالۍ کې نیول شوی او لومړی د چابهار زندان ته انتقال شوی و. نوموړی وروسته د اعدام د حکم د عملي کېدو لپاره د زاهدان مرکزي زندان ته لېږدول شوی و.

«هه‌نگاو» وايي، تر دې دمه د خلیل افغان د اعدام خبر د ایران رسمي رسنیو او د دغه هېواد د قضايي ادارو اړوندو سرچینو نه دی تایید کړی.