د طالبانو پنځه کلن واک؛ د افغانستان رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي

واک ته د طالبانو له رسېدو پنځه کاله وروسته، د خبریالانو د ساتنې کمېټه یا CPJ وايي چې په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ فشارونه لا پسې زیات شوي او خبریالان له نیولو، ګواښونو، وهلو، سانسور او د کار له محدودیتونو سره مخ دي.

پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه لا سخت شویدي. په ځینو سیمو کې د ښځو غږونه په راډیو او ټلوېزیون کې منع شوي، پر خبري کنفرانسونو د هغوی ګډون محدود شوی او ښځینه خبریالانې د ټلوېزیوني خپرونو پر مهال د مخ پټولو ته اړې شوې دي.

د CPJ د معلوماتو له مخې، یوازې د طالبانو د واک له پیل څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان د خپل کار له امله نیول شوي وو. په ۲۰۲۵ کال کې دې ادارې ویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې شاوخوا ۱۵ لویې راډیویي، ټلوېزیوني، چاپي او ډیجیټلي رسنۍ تړل شوې دي.

ددوي په وینا د جون په میاشت کې تمـدن ټلوېزیون هم د طالبانو د عدلیې وزارت د وسله‌والو کسانو له خوا وتړل شو او دفترونه یې مهرولاک شول. د دې شبکې دوه کارکوونکي وروسته ونیول شول. CPJ وايي، تمـدن د افغانستان له هغو لږو خپلواکو ټلوېزیوني شبکو څخه وه چې شیعه مذهبي خپرونې یې هم لرلې.

د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدو هم معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. CPJ وايي، په ۲۰۲۵ کال کې طالبانو په څو ولایتونو کې فایبر انټرنېټ بند کړ او وروسته یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۸ ساعته انټرنېټي بندیز ولګاوه.

د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، د افغانستان د خپلواکو رسنیو کمزوري کېدو له امله سلګونه افغان خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي او یو شمېر یې لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې د نیول کېدو، شړل کېدو او بېرته افغانستان ته د ستنولو له خطر سره مخ دي.

دغه اداره له طالبانو غواړي چې د خبریالانو نیول او ځورول پای ته ورسوي، پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه لرې کړي او افغانانو ته د خپلواکو او بې‌طرفه معلوماتو د ترلاسه کولو حق بېرته ورکړي.