افغانستان ته د لا زیات شمیر ستنېدونکو دوام

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د پاکستان او ایران څخه د افغانانو لوی شمېر لا هم هیواد ته راستنیږي.

دې ادارې په ایران کې د افغانانو لپاره وضعیت ستونزمن یاد کړی او وایي چې د جولای په میاشت کې د افغانانو ایستل او افغانستان ته د هغوی ستنېدو دوام درلود.

ایراني چارواکو د هغو افغانانو پر وړاندې هم اقدامات زیات کړي چې قانوني اسناد نه لري.ځینو افغانانو د خپلو اسنادو د نوي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب شوی دی.د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري زیاتوي چې د سرحدي کنټرول په زیاتېدو هغو افغانانو ته خطرونه زیات شوي چې هڅه کوي په غیررسمي لارو له پولې واوړي.

په پاکستان کې هم پر هغو افغانانو فشار زیات شوی چې ویزې نه لري.دا اداره وايي، پاکستاني چارواکو د افغانانو نیول، توقیف، چاپې او له هېواده ایستل زیات کړي دي.ځینې افغانې کورنۍ د کورونو له مالکانو سره هم له فشار سره مخ شوې او اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي.

دا اداره زیاتوي چې د نیول کېدو یا له هېواده د ایستل کېدو وېره یو مهم لامل و چې ځینې افغانان یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړې ته اړ کړل.

دغه ادارې د هغو افغان زده‌کوونکو په اړه هم د پېښو راپور ورکړی چې ثبت شوي ثبوت کارتونه یې لرل، خو بیا هم نیول شوي او له پاکستانه ایستل شوي دي.

په بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغانانو پر وړاندې اقدامات په ځانګړې توګه زیات وو.په خیبر پښتونخوا او د اسلام‌اباد او راولپنډۍ په سیمو کې هم د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه اندېښنې موجودې وې.د تورخم په سرحدي دروازه کې امنیتي اقداماتو هم د خلکو پر تګ راتګ او د بشري مرستو پر رسولو اغېز کړی دی.

له دغو ټولو ستونزو سره سره، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په افغانستان، ایران او پاکستان کې یې افغانانو ته د خوندیتوب او مرستو رسولو خپل فعالیتونه دوامداره ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د جولای په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

یو ان اچ سي آر په بدخشان او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم د جګړو راپور ورکړی دی.
دغه اداره وايي، تاوتریخوالی ښايي نور خلک هم اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.

یو ان اچ سي آر د خپلو ځینو پروګرامونو په پلي کولو کې هم له ستونزو سره مخ شوی دی.

په هرات کې د ښځو لپاره ځینې ځانګړي پروګرامونه د کاري شرایطو د بدلون له امله په موقتي توګه درول شوي دي.