د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو شمیر مرکزونو رایې د شویو درغلیو له امله باطلې اعلان کړی.
دغه کمیسیون وايي د ځینو مرکزونو چارواکیو ته یې امر کړی تر څو د ځینو نورو مرکزونو رایې له دې کبله له سره وشمیرې چې د درغلیو شکونه پرې کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي چې نن په کابل کې په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې، زیاته کړې چې دوی ته د ګڼ شمیر ولایتونو څخه د شویو درغلیو په اړه نیوک پاڼې رسیدلی او همدا اوس د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د دغو شکایتونو د څیړولو په حال کی دی او د څیړونو تر وروستۍ شیبې پورې دا امکان شته چې پر پایلو اغیز وکړي اود ټاکنو د کمیسیون هغو چارواکو چې د ټاکنو پر ورځ په ښکاره توګه
په ټاکنو کې درغلۍ کړي د شکایتونو د اوریدو کمیسیون او څارنوالۍ ته وپیژني.
د معنوي وینا دوی ته د پکتیا، بلخ، نورستان، فراه میدان وردګو ، بغلان، کونړ، بادغیس او فاریاب ولایتونو څخه د درغلیو
په اړه شکایتونو رسیدلياو په ورته وخت کې یې امر کړی چې د نوماندانو او ټاکنو د خپلواک کمیسیون د څارونکیو تر څار لاندې په یادو شویو او ځینو نورو ولایتونو کې شمیرل شوې رایې له سره وشمیرې.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د کابل ولایت د ولسيجرګې د نوماندانو قسمي شمیره هم اعلان کړه تر اوسه دغه کمیسیون له څلور دیرشو ولایتونو څخه د شلو ولایتونو قسمي پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې دا حتميپایلې نه دياو د د پایلو بشپړ اعلانیدو پورې به بدلون پکې راشي.
په پام کې ده چې د وږي د اوه ویشتمې د ورځې لومړنی نتیجې د میزان په اولسمه اعلان شي.