د سولې مشورتي جرګه

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

ولسمشر غني د یادې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د جرګې د ګډونوالو دنده د سولې تعریفول دي چې ایا وسله وال طالبان سولې ته چمتو دي که کنه.

ولسمشر غني د جرګې له ګډونوالو وغوښتل چې له سانسور پرته د سولې په اړه خپلو کې نظرونه سره شریک کړي.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د ټولو ولایتونو استازو ګډون کړی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه کې مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

د غونډې یوه ګډونواله په دیوال د سولې د جرګې له لیکنې سره د سیلفي اخیستلو پر مهال

په یاده جرګه کې به د افغان حکومت د وزیرانو، والیانو، معینیانو او قاضي القضات په ګډون ۳۰۰ تنه د مېلمنو په توګه ګډون وکړي

د غونډې ګډونوال د ویناوو د ثبتولو پر مهال

د یادې جرګې د کمېسیون مشر محمد عمر داودزي د جرګې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې په دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون لري.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

د غونډې ګډونوال د ولسمشر د وینا ثبتولو پر مهال

طالبانو وار له مخې یادې جرګې سره مخالفت ښودلی دی.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

د جرګې پرانیستلو تر مراسمو وروسته به د جرګې ګډونوال په ۵۱ کمېټو کې د سولې په اړه خپل بحثونه پيل کړي چې یوه نیمه ورځ به دوام وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ولایتي شوراګانو استازو د یادې جرګې د غړو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی.

ولسمشر غني ګډونوالو ته وویل چې سوله نه د طالب او نه افغان حکومت بلکې سوله د افغان ملت ده چې ګټونکی یې هم یوازې افغان ولس دی.

د داودزي د معلوماتو له‌مخې هره کمېټه به ۸۱ تنه غړي ولري.