چارواکي وايي د آذربایجان یوه بار وړونکې الوتکه چې نهه تنه عمله پکې وه، د پروان ولایت په غرونو کې لوېدلې ده.
دغه الوتکه د پروان ولایت، د سیاګرد په سیمه کې د سه شنبی په ورځ ناوخته وغورځېدله.
رپوټ وايي الوتکه د بګرام هوايی میدان ته روانه وه. تر اوسه د پیښې د ځاني تلفاتو اندازه نده معلومه.
چارواکي وايي چې د ژغورنې عمله د پیښې ځای ته ورغلې ده.
د آذرباېجان چارواکي وايي چې دغه الوتکه ددغه هېواد سیلک وې د هوايی شرکت الوتکه وه.
د ناټو یوه ویاند وویل چې دا الوتکه د ناټو سره تړاو نلري.
د تېر کال په اکتوبر کې یوه بار وړونکې الوتکه کابل ته نږدې د سالنګ په غرونو کې لوېدلې وه او د عملي ټول ۸ تنه غړي یې وژل شوي وو.