پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغزوله

پرزیدنت ترامپ و همسرش ملانیا در کاخ سفید در مراسم عفو کردن یک بوقلمون به نام «پیز» از خورده شدن. در آمریکا در روز شکرگزاری، آمریکایی ها معمولا بوقلمون می خورند.

د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په خپل فیسبوک او ټویټر باندې لیکلي چې، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د شپږو نورو میاشتو لپاره وغزوله.

نوموړي لیکلي " د پاکستان د صدراعظم ښاغلي نوازشریف د لارښوونې په بنسټ په پاکستان کی د میشتو افغان کډوا‌لو د ثبت د کارتونو موده چې سبا( پنجشنبه د جون ۳۰) ختمېده وغزیدله تر څو فرصت پیدا شي چی د مهاجرینو په اړوند ددواړو هېوادونو او نړیوالو تر منځ اساسي خبرې او پرېکړې وشی."

پدې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي. تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې، یو ان اچ سي آر، پر پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې د افغان کډوالو د زورولو د لړۍ مخه ونیسي.

په همدې حال کې په همدې ورځ راپورونه وايي چې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو ځينو چارواکو پدې وروستېو کې ویلي و چې افغان کډوال باید له پاکستان نه وشړل شي.

ملګري ملتونه وايي په خپله خوښه هر بېرته ستنېدونکي افغان ته ۴۰۰ ډالر ورکوي

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار مشتاق غني ویلي وو چې د "افغان کډوالو له کبله د پاکستانیانو ژوند او کاروبار او امنیت خراب شوی دی".

ښاغلي مشتاق د مشال راډیو ته دا خبره هم کړې وه که"مرکزي حکومت افغان کډوال له پاکستان نه، نه شړي بیا دې په مشخصو کمپونو کې ځای پرځای کړي."

خو، د افغانستان دکډوالو او بېرته ستنېدو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د امریکا غږ اشنا ته وویل " باید په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د اسلام اباد او کابل د سیاسي اړیکو قرباني نشي". ښاغلي بلخي وویل چې اسلام اباد ورسره د کډوالو د اوسېدو د مودې د غزولو ژمنه کړې وه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د پاکستان پر حکومت په غیر رسمي ډول غږ کړی، چې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدو نېټه دې وغزوي.

د دغې ادارې په یوې اعلامې کې دا خبره شوې چې عالي کمېشنر، فليپو ګراندي، د پاکستان، ایران او افغان چارواکو سره د افغان کډوالو پر مسئلې خبرې کړي دي.

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزرات وايي هغو کډوالو ته یې اسانتیاوې لا زیاتې کړې، چې په خپله خوښه هېواد ته ستنیږي. اعلامیه وايي په خپله خوښه هر ستنېدونکي ته " ۴۰۰ ډالره ورکول کیږي، چې مخکې ۲۰۰ ډالره وو."

دا مهال په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغانان د کډوالۍ ژوند کوي، چې ۱.۶میلیون یې ثبت او د اوسېدو قانوني اسناد لري.