افغان مخابرات: ۸ کلو کې د ۵۰ کلونو پرمختګ شوی

افغان مخابرات: ۸ کلو کې د ۵۰ کلونو پرمختګ شوی

نن په افغانستان کی د مخابراتو یا تلی کمونکیشن نړیواله ورځ ونمانځل شوه. د مخابراتو د نړیوال سازمان جي.ایس.ایم سږنی شعار کلیوالي سیمو ته د مخابراتي خدماتو رسول دي.

افغانستان ددې شعار د پلي کولو لپاره د روان کال په اوږدو کی ۳۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د مخابراتو نړیواله ورځ په افغانستان کی په داسی حال کی نمانځل کیږي چې د مخابراتو په برخه کې ددې هیواد ۸ کلنې لاس ته راوړنی د ګاوندیو هیوادونو د ۵۰ کلنو پرمختګونو سره مساوي دي.

اوس مهال افغانستان د جي ایس ایم یا د نړیوال مخابراتی سازمان د ۱۹۲ غړو په منځ کې ددې سازمان لومړی جایزه تر لاسه کړه.

د افغانستان د مخابراتو سر پرست وزیر امیر زی سنګین وایي ددې جایزې د تر لاسه کولو لپاره خپل معیارونه شته.

اوس مهال د مخابراتو د چارواکو په وینا نن سبا په افغانستان کی ۵ مخابراتي شرکتونه او ۴۰ انترنتي شبکې فعالې دي چې په سلو کې ۸۰ وګړي ددې خدماتو نه ګټّه اخلي او دا کچه د هند او پآکستان په پرتله خورا لوړه ده..

د نننی افغانستان له ۱۶ میلیونو زیات وګړي د تیلفون اسانتیا لري.

په اوسني افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې خصوصي سکټور هم د ارزښت وړ خدمات رسوي دولت په پام کې لري چې په دې برخه کې به د خصوصي سکتور ونډې ته پراختیا ورکوي او ددې هدف د تر لاسه کولو په مقصد یی ۱/۶ ملیارده دالره پانګه اچونه کړې ده.

دا وخت په ټول افغانستان کې نږدې ۴ په سلو کې وګړي انترنت لري خو د مخابراتو سرپرست وزیر وایي په پام کې لري تر راتلونکو ۴ کالو به د انترنت د کارونکو کچه ۵۰ په سلو کې لوړه کړي.

خو د انترنت ناسمه او غیر اخلاقي استفاده هغه څه ده چی افغانستان یې هم لکه نورو هیوادونو ستونزو سره مخ کړی دی خو د مخابراتو وزارتوایی د مخابراتی خصوصی کمپنیو سره په تفاهم کی یی د انترنت د فلتر سیستم را مڼخ ته کړی او د انترنتی شبکی له ۷۰ نه تر ۸۰ په سلو کې فلتر کیږي. د مخابراتو وزارت د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګدون د اخلاقي فساد د خپراوي نه مخنیوی کوي.

دا وزارت وایي د لاس ته راوړنو سره سره یو لړ ستونزې هم لري لکه د امنیتي بدو شرایطو له کبله لرې سیمو ته د مخابراتي خدماتو نه رسیدل یا په دې سیمو کې د شپې له خوا د مخابراتي سیستم شنډیدل خو دوی ژمنه کوي چې په روان کال کې په دې برخه کې به ۳۰ ملیونه ډالر لګوي او ورسره ښايي دا ستونزه حل شي.