یوې ١٥ کلني افغان میرمني چي خپل خپلوانو یې په یوه کوټه کي بنده کړې وه، بیا وکړای شول چي رڼا ورځ وویني.
افغان پولیسو وویل چي دغه ښځه چي ( سحرګله ) نومیږي ددوشنبې په ورځ د بغلان په ولایت کي د خپل میړه د کور د یوې کوټې نه چي کړکۍ یې نه درلودې را ایستل شوې ده.
چارواکو پرون د سې شنبې په ورځ وویل چي دغه میرمن پر مخ او پښو باندي ډیره سخته وهل شوې او د ګوتو نوکان یې ایستل شوي دي. پولیس وایي چي درې ښځي یې نیولي دي چی په هغو کي د ( سحرګلې » خواښې هم ده. هغوي وویل چي د هغې میړه د سیمي نه تښتیدلی دی.
پولیسو دا هم ویلي دي چي دوي ددغي میرمني د پیدا کیدو هڅي وروسته له هغه شروع کړې چي د هغې مور پلار دوي ته اطلاع ورکړه چي لور یې ورکه ده. پولیسو وویل چي خواښي او د میړه خپلوانو یې هغه په زور او فشار سره فحشا ته مجبوروله، خو هغې انکار کاوه چي په نتیجه کي یې دا سزا ورکړه.
چارواکي وایي چي ( سحر ګله ) څوارلس کلنه وه چي واده سوه، او له واده نه دوې میاشتي وروسته په دغه کوټه کي بندي شوه.