بند امیر د افغانستان د شپږیزې لیګ اتلولي‌ وګټله

راشد خان په لومړي ځل په دغو سیالیو کې کپټان و

د بند امیر ښامارانو مس عینک اتلانو ته په ماتې ورکولو د شپږیزې لیګ اتل شول.

د بند امیر کپټان راشد خان او د مس عینک کپټان محمد نبي‌وو. پچه بند امیر وګټله او د بیټینګ پرېکړه یې وکړه.

دوې په ۲۰ اورونو کې مخالفې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ خو هغوې یوازې ۱۵۴ منډې وکړې شوې او لوبه یې وبایلله.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې کې جاوید احمدي ۵۵ او حضرت الله ۳۵ منډې وکړې. د مس عینک په لوبډلې کې بیا تر ټولو ډېرې منډې سکندر رضا وکړې چې ۴۰ وې،‌خو د لوبډلې د بري لپاره یې کافې نه وې.

په باولینګ کې بیا ظاهر خان درې او محمد نبي‌ دوه لوبغاړي وسوځول. راشد خان، مسلم موسا، جاوید احمدي او وفادار بیا د مس عینک یو یو لوبغاړي وسوځول.

د شپږیزې لیګ سیالۍ د همدغې میاشتې په ۱۲ نېټه پیل شوې،‌چې شاوخوا ۳۰ بهرنيو لوبغاړو، څاروونکو، روزونکو او مبصرینو په کې برخه واخیسته.