د کرکټ ملي ټیم راتلونکې کې ډېرې سیالۍ لري

د افغانستان ملي ټیم د زمبابوې د کامیاب سفر نه پس په بل سفر ووتلی

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دا وخت په متحده عربي اماراتو کې دی او د عجمان په کرکټ میدان کې د عمان د کرکټ د ملي ټیم سره یوه درې ورځنۍ تمریني لوبه لري. دا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د راتلونکي مصروف او پرله پسې سیالیو نه ډک سفر پیل دی. افغانستان به دې لړ کې د متحده عربي اماراتو ،هند او بنگله دیش په میدانونو مختلفو ټیمونو سره سیالۍ ترسره کړي.

افغانستان به د نومبر د شپاړلسمې نه تر اتلسمې د عمان سره د درې ورځنۍ سیالۍ نه پس په شارجه کرکټ میدان کې د پاپو نیو گنی یا پي این جي د کرکټ ټیم سره د انټر کانټینیټل کپ د دویمې سیالۍ په لړ کې څلور ورځنۍ ټیسټ سیالي کوي .چې دا د دویمې درجې د کرکټ ټیمونو یا ایسوشیټس ټیمونو دپاره یو فرصت دی چې خپلو منځو کې سیالۍ وکړي او هر یو ټیم چې د دوه نیم کالوپه موده کې دوام لرونکو دې سیالیو کې اول مقام وگټي نو هغه ته به ف‏رصت برابر شي چې د اولې درجې د یو لسم ټیم کیدو ته لاره ومومي.

افغانستان به د نوي روزونکي انضمام الحق په روزنه کې یو کال سیالۍ ترسره کوي

په انټرکانټیټل کپ دپاره تر اوسه شوو سیالیو کې افغانستان یوه سیالي کړې چې د سکاټ لینډ سره مساوی شوې او یوازې اووه پواینټه ېې اخیستي او په اتو ټیمونو کې په اتم مقام دی او باقي شپږ لوبې ورته پاتې دي. ایرلینډ دوه بریو سره سر کې دی.

د دې ټیسټ سیالۍ نه پس به افغانستان د نومبر یویشتمې نه تر څلریشتمې پورې د پي این جي سره ټیسټ سیالۍ نه پس په اتویشتم نومبر په ابوظهبي کې د هانگ کانگ د کرکټ ټیم سره شل اوریزه سیالي لري. چې رسمي سیالي ده او د راتلونکي نړیوال جام دپاره د تیاریو په مقصد ترسره کیږي. افغانستان عمان او هانگ کانگ هند کې په کال ٢٠١٦ مارچ کې کیدونکو نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې ځای موندلی دی.

افغانستان به ابوظهبي کې نومبر په نهه ویشتمه د عمان او بیا د نومبر په دیرشمه د عمان سره یو بله شل اوریزه سیالي لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا د زمبابوې د کرکټ د ملي ټیم سره د پینځه یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو په سر موافقه شویده. چې دې دپاره د ځای فیصله نه ده شوې. افغانستان په متحده عربي اماراتو اوهند کې د یو ځای د میدانونو د موندولو دپاره د ملکونو د مقاماتو سره په جریان کې دی .چې زر به معلوم شي. چې د معلومیدو په صورت کې به افغانستان د دسمبر په میاشت کې د زمبابوې د ټیم سره دغه سیالۍ ترسره کړي. افغانستان د اکتوبرپه میاشت کې زمبابوې ته سفر کې دریو یو ورځنیو سیالیو دوه شل اوریزو سیالیو د گټلو نه پس اوس غواړي چې د زمبابوې کوربه شي.

د راتلونکو سیالیو دپاره نوي او تجربه لرونکي لوبغاړو په ټیم کې نیول کیږي

د زمبابوې سره د سیالیو نه علاوه د افغانستان کرکټ ملي ټیم د هند د کرکټ بورډ سره جریان کې دی چې په هند ورته د تمرین دپاره میدانونه وسپاري. چې دې لړ کې پخوا هم هند خپله ژمنتیا ښودلې وه. هند ته د افغانستان د ولسمشر د سفر په وخت د هند نه د کرکټ دپاره د میدانونو غوښتنه شوې وه چې وروسته د هند د کرکټ بورډ لخوا هم تصدیق وشو.

افغانستان به هند کې د تمریني لوبو نه علاوه د نومبر د شلمې نه تر نومبر دیرشمې پورې د هند او بنگله دیش د نولس کلنو لوبغاړو د ټیمونو سره هم یو لړ سیالیو کې برخه اخلي .چې دا د نولس کلنو کرکټ ټیمونو د نړیوال جام دپاره د تیاریو یوه برخه ده

.افغانستان به دې نه علاوه په راتلونکي کال کې د فروري په میاشت کې د اسیا د کرکټ جام د شل اوریزو سیالیو دپاره د غوراوي لوبو کې هم برخه اخلي چې بنگله دیش کې کیدونکې دي. د فروري د نولسمې نه تر دوه ویشتمې .چې دې کې عمان، هانگ کانگ او د عربي امارتو ټیمونه شامل وي چې یو ټیم به ېې د هند پاکستان سري لنکا او کوربه هیواد بنگله دیش سره اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې شامل شي.

افغانستان به د سږ کال او بل کال د هند په میدانونو لوبو کې برخه اخلي

دې فروري نه پس مارچ دوه زره شپاړلسم کې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ هند کې کیږي چې افغانستان به د زمبابوې یا بنگله دیش په شمول د دویمې درجې دوه ټیمونو سره د اول راونډ په سیالیو کې لوبیږي . چې د سر ټیم به ېې د لسو ټیمونو په نړیوال جام سیالیو کې گډون کوي.

دې برسیره افغان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو سره د هم د دریو یو ورځنیو سیالیو دپاره خبرې کړیدي ،چې وخت او ځای به ېې هم زر معلوم شي. د افغانستان کرکټ بورډ د ملي ټیم دپاره د اولې درجې ملکونو سره د سیالیو دپاره هم هڅې پیل کړیدي، چې د بورډ په وینا مینه وال به زر نوي زیري هم واوري.