جان کیري په ناڅاپي توګه بیرته افغانستان ته تللی

د امریکا ی لوړ رتبه سناتور په ناڅاپي توگه بیرته افغانستان ته تللی دی چی په جمهوررئیس حامدکرزي باندي فشار واچوي چی د اداري فساد او رشوتخوریو په مقابل کي زیاتي هلي ځلي وکړي.

جان کیري چی د امریکا د مشرانو د جرگې د خارجي روابطو د کمیټې رئیس دی نن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چی د افغانستان مشر ده ته ددې تضمین ورکړ چی د افغانستان په حکومت کی د شفافیت راوستو په چارو کي اقدامات شوي دي. هغه وویل چی په دې اقداماتو کي یو دادی چی د رشوتخورۍ په ضد لویدیزو طرفدارو هیاتونو ته اجازه ورکړه شوې چی په مستقل ډول دي اجراات وکړي.

دغو دواړو همداراز د جمهوررئیس کرزي د هغه فرمان په باب هم خبري وکړې چی ددې هفتې په سر کي یې صادر کړي او امر یې کړی و چی ټولي امنیتي خصوصي کمپنۍ دی په څلورو میاشتو کی دننه دده د ملک نه ووځي.

جان کیري د ښاغلي کرزي سره د تیري سه شنبې په ورځ مخکي له دې چی پاکستان ته سفر وکړي کتلي و. ټاکل شوې وه هغه د پاکستان نه امریکا ته راسي، مگر ددې په ځای بیرته کابل ته ولاړ.