د نیویارک ایالت د سټېټن ټاپو اوسېدونکی مایکل اولیس په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې هغه مهال ووژل شو چې د خپل ملګري سرتېري د ژغورلو لپاره یې خپل ځان سپر کړ. د(Medal of Honor) یا د ویاړ مډال په نوم د تر ټولو لوړ پوځي مدال په ډالې کولو سره ددغه امریکايي سرتېري یاد او د هغه سرښيندنې ته درناوی کیږي.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې مډال ډالۍ کول منظور کړي دی.
دا امریکایي افسر مایکل اولیس نومیده . د هغه مور او پلار، رابرت او لېندا اولیس د سهشنبې په ورځ ( فبرورۍ ۳) په یوه اعلامیه کې وویل:« موږ ته دا د ویاړ خای دی او تل مننه ادا کوو کله چې وینو چې د مایکل ژوند، میراث او زړورتیا هیره شوی نده.»
له نیویارک څخه د کانګرس غړې نیکول مالیوتاکیس په فېسبوک کې په یوه پوسټ کې پدې اړه د خوښۍ په څرګندولو وویل چې نوموړې ته دا خبر په مستقیم ډول د سپینې ماڼۍ له خوا ورکړل شوی دی.
اولیس د لسمې غرنۍ فرقې (10th Mountain Division) سره دنده ترسره کوله چې په غزني کې د هغه پر اډې باندې د یاغیانو برید وشو. دغه ۲۴ کلن امریکایي افسر د جګړې پر مهال، خپل ځان د ټپي شوي پولنډي افسر، کارول چیرپیکا مخې ته واچاوه، څو هغه د ځانمرګي بریدګر څخه وساتي. د هغه دا اقدام د څو نورو کسانو د ژوند د ژغورلو لامل هم شو.
له هغه وخت راهیسې، اولیس ته له مړینې وروسته د زړورتیا ګڼ شمیر مډالونه ورکړل شوي، چې پکې د (سلور سټار) یا د نقرې ځلانده ستوري مډال هم شامل دی، کوم چې په ۲۰۱۹ کال کې د هغه دا سر ښېندنه د غوره خدمت صلیب (Distinguished Service Cross) په نوم لا لوړ ویاړلي مدال ته لوړ شو چې په امریکا کې تر ټولو دوهم لوړ ویاړلي پوځي مډال دی.
د هغه د سرښيندنې په پولنډ کې هم په ویاړ یادیږي او د پوځ د کیسو برخه ګرځېدلې ده. د پولند پوځ هم اولیس ته د هغه د زړورتیا لپاره د سرو زرو مډال ډالی کړی دی.
لیکوال تام سیلیو د ۲۰۲۴ کال پخپل کتاب «I Have Your Back» یا (زه دې تر شا ولاړ یم) د اولیس د ۲۰۱۳ کال اتلولي او په جرمني، عراق او افغانستان کې دنده تر سره کوله، په پوځ کې د هغه نورې تجربې بیان کړې دي.
دغه لیکوال سیلیو د سهشنبې په ورځ ( د جنورۍ ۳) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې "د اولیس لپاره د ویاړ ملي مډال د ورکړې دپاره د کلونو هڅو بلاخره نتیجه ورکړه او زموږ ماموریت بشپړ شو."
سیلیو پدې برخه کې د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د لوړ سلاکار ایرک ګیرسي وستایه او ویې ویل چې د اولیس د ویاړلو دپاره د هغه نه ستړې کېدونکې هڅې خورا اغېزمني وې.