شاپور ځدراڼ لندن ته ولاړ

دنګ او کیڼ لاسي څڼور ځدراڼ د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د ډېرو مینوالو او کرکټ د چارو د پوهانو زړونه وګټل.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ لندن ته ولاړ چې هلته د اړو او معلولو کسانو سره د مرستې ټولونې په یوې لوبې کې برخه واخلي.

د لندن د کیا اوال په لوبغالي کې د خیر ښېګڼو د چارو لپاره د پېسو ټولولو دغه ۲۰ اوریزه لوبه د پنجشنبې په ورځ کیږي چې د سپورت مشهور چاینلونه یې هم خپروي.

شاپور ځدراڼ لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د نړۍ د نورو مشهورو لوبغاړو سره په داسې یوې لوبې کې برخه اخلي.

دنګ او کیڼ لاسي څڼور ځدراڼ د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د ډېرو مینوالو او کرکټ د چارو د پوهانو زړونه وګټل.

شاپور ځدراڼ د لندن د دغې لوبې لپاره له څو اوونیو په کابل کې خپل تمرینات کول.

د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې په دغې لوبې کې د شاپور ګډون د ټول هېواد لپاره ویاړ بلل شوی دی.

مشهور لوبغاړي او دوه لوبډلې

په دغو سیالیو کې لوبېدونکې لوبډلې، له اتلانو سره د مرستې لوبډله او د ټولې نړۍ لوبډله، نومول شوي دي.

شاپور ځدراڼ د ټولې نړۍ په لوبډلې کې دی چې د نیوزلېنډ مکولم، د سرېلنکا جواردینه، د اسټرالیا ماتیوز هیډن، د افریقا ګریم سمیت، د نیوزلینډ ویټوري او ځیني نور اوسني او پخواني مشهور لوبغاړي په کې دي.

په بلې لوبډلې کې بیا د هند مهندر سنګ ډوني دی، ورېندر سیواک، د پاکستان شاهدي افریدي د انګلېنډ سټراس او داسې نور مشهور لوبغاړي په کې لوبیږي.

د لوبې هدف

دغه لوبه په اصل کې د اړو او معلولو کسانو سره د مرستو جلبولو او ټولولو په موخه کیږي. د لوبو تنظیمونکو نه دي ویلي چې د دغې لوبې لپاره د یو کس ټکټ په څو دی او نه یې دا اټکل کړی چې څومره پېسې به ټولې کړي.

دا هم معلومه نه ده چې لوبېدونکو لوبغاړو ته څه امتیاز ورکول کیږي که نه.

که مالي چارې یوې خوا ته کېښودل شي، شاپور ځدراڼ ته به دا لوبه ډېره مهمه ځکه ده چې د کرکټ د نړۍ ډېر مشهور لوبغاړي په کې لوبیږي او هغه ته د نویو تجربو د ترلاسه کولو ښه چانس او موقع ده.