دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته ورسېدله

افغان لوبغاړي زمبابوې ته ورسېدل، دوی به د اکتوبر په ۱۶ نېټه له کوربه هېواد سره نړیوالې لوبې پیلوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي افغان لوبغاړي زمبابوې ته ورسېدل او هلته یې تور هر کلی شوی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ له کابل نه زمبابوې ته روانه شوه.

افغانستان به له زمبابوې سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو لوبې کوي.

دغه لوبې د جمعې په ورځ د اکتوبر ۱۶ کیږي پیلیږي.

اصغر ستانکزي اوږد سفر کړی دی، تږی و، او کوربنې یې ورته تازه جوس ورکوي.

د زمبابوې په یو هوايي ډګر کې نندارچیان د افغان لوبغاړو تصویرونه اخلي.

اوږد سفر، بې خوبي سټریا او لوبې ته تلوسه، دا ټول د دغو لوبغاړو په څېرو کې لیدل کیږي.

افغان لوبغاړي له الوتکې ښکته کیږي.

په هوايي ډګر کې د افغان لوبغاړو لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وو. ښه راغلاست یې په سورڼي سره وشو.

اصغر ستانکزی، نوروزمنګل، د لوبډلې مطبوعاتي چارواکی فرید هوتګ، میرویس اشرف او نور علي ځدران په زمبابوې کې په هوايی ډګر کې .