افغانستان په کرکټ کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

افغانستان بیا هم د لوبې پچه وګټله او د تېر په څېر یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. لوبه د زمبابوې د بولاوا په ښار کې وشوه.

داسې ښکاري چې افغان لوبغاړو د جمعې د ورځې له ماتې ډېر درس زده کړی و.

نن د افغانستان په لوبډلې کې یو بدلون دا و چې د شاپور ځدراڼ پر ځای یو بل نوي ځوان، راشد ارمان لوبه وکړه.

د منډه جوړوونکو په ترتیب کې هم لوی بدلون راغلی و؛ شهزاد محمدي، د نوروز منګل پر ځای له نور علي ځدراڼ سره د لوبې پيل وکړ، ورپسې په دویم محمد نبي راووت، پخوا به په دغه نمبر اصغر ستانکزي لوبه کوله.

د نور علي ځدراڼ او محمد نبي د منډو جوړولو اوږدې ملګرتیا د ۲۷۲ منډو هدف په ټاکلو کې لوی رول ولوبوه.

داسې ښکارېدل چې افغان لوبغاړي له تېرې ماتې ډېر څه زده کړي وو.

نبي په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې خپله لومړنۍ سلیزه ( ۱۰۰ منډې) وکړه؛ شپږ غټې شپږیزې یې ووهلې او په ۱۱۶ منډو وسوځېده.

نور علي ۶۰، اصغر ستانکزي ۳۹، سمیع الله شینواري ۲۰، محمد شهزاد ۱۷، راشد ارمان ۸ او نجیب ځدراڼ یوه منډه وکړه.

افغان توپ اچوونکي

نوي رو توپ اچوونکي، راشد ارمان په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې د مخالف لوبغاړي، چېسرو په سوځولو سره خپله لومړنۍ ویکټه واخسته.

دا یې لومړنۍ نړیواله لوبه وه؛ پر لومړي توپ یې څلوریزه ووهل شوه، خو وروسته ښه وځلېد. ده په لسو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او دوه یې مېډن ( هغه اور چې منډه په کې ونشي) اورونه وکړل.

افتاب علم، دولت ځدراڼ، او سمیع شینواري دوه دوه، نبي، امیر حمزه او راشد یو یو لوبغاړي وسوځول. د زمبابوې ټوله لوبډله په ۴۷ اورو کې په ۲۱۳ منډو وسوځېدله.

د لوبې غوره لوبغاړی نبي عیسی خیل شو.

افغانستان د جمعې په ورځ خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپېر سره پر زمبابوې وبایلله.

د افغانستان درېیمه لوبه د سه شنبې په ورځ ده. افغانستان له زمبابوې سره د پنځو یوې ورځنیو او دوو۲۰ اوریزو لوبو لپاره دغه هېواد ته تللی دی.