متحده عربي امارات افغان کرکټ لوبغاړو ته ویزې نه ورکوي

Afghanistan cricket team Captain Asghar in Zimbabwe

متحده عربي اماراتو کې د شارجې د کرکټ میدان د افغانستان د کرکټ کورنۍ لوبغالی دی. یعني که کوم خارجي هیواد افغانستان سره د هغه په کور کې د کرکټ کولو نیت لري، نو شارجې ته به راځي. همداراز پخپله متحده عربي اماراتو کې د کرکټ مشهور لوبغالي لکه د شارجې ،دوبۍ او ابوظهبي میدانونه دي چې وخت په وخت پکې افغانستان دپاره سیالۍ برابریږي. د دې میاشتې په اخر کې د دسمبر د دویمشتمې نه افغانستان د زمبابوې سره د کرکټ د پینځو یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو لړۍ لري. چې دې دپاره د کرکټ ملي ټیم قریب دوه میاشتې مخکې اعلان شوی و. چې هغې د جملې نه محمد نبي، دولت او نجیب ځدران،حمزه هوتک،جاوید احمدي او راشد ارمان ته تر اوسه د متحده عربي اماراتو ویزې نه دي ورکړل شوي.

دولت ځدران ،نجیب ځدران، محمد نبي ،جاوید احمدي حمزه هوتک او راشد ارمان د ویزو په تمه دي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې دوي تر خپله وسه کوشش کړی. خو خبره د دوي د وس او اختیار نه لوړه ده. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ېې پکې هم را گډ کړیدی او هغوي ورته ډاډ ورکړیدی چې دوي د متحده عربي اماراتو د دولت سره تماس کې دي او هڅه کوي چې د کرکټ د ملي لوبغاړو د ویزو مشکل حل کړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم منیجر شېر آغا همکار د امریکا غږ آشنا راډیو سره خبرو کې ویلي چې که چرې د دغو لوبغاړو د ویزو مشکل حل نشو او راتلونکو څو ورځو کې د ټیم سره ملگري نشول نو د کرکټ ایندې ته به سخت تاوان ورسي. د هغه په وینا زمبابوې سره زموږ سیالۍ زموږ د اینده پرمختگ دپاره ضرور دي. حمزه هوتک او راشد ارمان غوندې سپین بالران، دولت ځدران چې تېز بالر دی، محمد نبي چې د ملي ټیم د ملا تیر او نجیب ځدران د شل اوریز ماهر دی.

افغانستان په زمبابوې کې زمبابوې ته ماتې ورکړې وه

شېر اغا همکار وايي چې دوي اوس په دې غور کوي که چرې د دغو لوبغاړو د ویزو مسله حل نشي نو یا خو به د زمبابوې سره سیالۍ ځنډوي او یا به ېې بل هیواد کې ورسره کوي. د بل هیواد نوم هند دی چې د کرکټ بورډ په وینا هند افغانستان ته نوي ډیلي کې د سیالیو دپاره یو میدان ورکړیدی او د کرکټ بورډ اجرایوي ریس شفیق ستانکزی دا وخت هند کې دی چې د عربي اماراتو د متبادل په توگه د زمبابوې سیالۍ هلته نقل کړي. اوس به د دې راتلونکو څو ورځو کې سم معلومات وشي چې ایا دغو لوبغاړو د ویزو مشکل حل کیږي که نه؟ که حل نشي نو ایا زمبابوې سره سیالۍ د پروگرام سره سم متحده عربي اماراتو کې کیږي او که نه هند ته ېې وړي.؟

دا هغه ټولې پوښتنې دي چې د متحده عربي اماراتو لخوا لوبغاړو ته د ویزو د نه ورکول کیدو سره پېدا شوی. دې نه وړاندې هم د افغانستان دوه لوبغاړو شاهپور ځدران او نوروز منگل ته هم د اماراتو ویزې نه وې ورکړل شوی. چې د تر اوسه ېې علت نه دی معلوم شوی او اوس هم د متحده عربي اماراتو دولت افغان کرکټ بورډ یا نورو مسولین ته علت نه وايي او لوبغاړي بې سرنوشته پاتې دي.

دې نه وړاندې شاهپور ځدران او نوروز منگل ته هم د ویزو مشکل پیښ شوی و

د کرکټ د مینه والو په وینا چې د افغانستان حکومت باید د عربي اماراتو د ستر قیادت سره په لویه سویه دغه مسله مطرح کړي او یو دایمي حل ېې راوباسي. ترڅو راتلونکو سیالیو ته د لوبغاړو په تگ کې مشکل نه وي او لوبغاړو او مینه والو ته اندیښنې نه وي.