د ناروي د کډوالو شورا: ایران کې له څلورو میلیونو څخه زیات افغانان د زیانمنېدو د خطر سره مخ دي

د ناروي د کډوالو شورا وايي چې په ایران کې له څلورو میلیونو څخه ډېر افغانان د تر ټولو زیاتو زیانمنونکو ډلو څخه دي.

د شورا مشر ین اېګلنډ د جمعې په ورځ [مارچ ۲۷مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې "ډېرو افغان کورنیو خپل د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې ځکه چې غیر رسمي کارونه له منځه تللي دي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، اوسمهال ۴.۴ میلیونه افغانان په ایران کې پراته دي چې ۱.۴ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د ناروي د کډوالو شورا مشر په خپلې اعلامیې کې لیکلي "په ایران کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان لا هم افغانستان ته د شړل کېدو له خطر سره مخ دي". او افغانستان اوسمهال ددغو کډوالو د بېرته راستنېدو او "منلو توان نه لري."

ملګري ملتونه وايي چې په سیمه کې روان وضعیت، په خاص ډول په ایران کې جګړه، په پاکستان کې سخت قوانین او په افغانستان کې روان بحرانونه ددې لامل شوي چې افغانان د بې‌ځایه کېدو په یوې نه ختمېدونکي کړۍ کې راګېر شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي چې په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا ده.

د امریکا متحده ایالتونو او اسرائیل د ایران د ترهګر رژیم پر وړاندې خپل ګډ پوځي عملیات د فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه پیل کړل.

د ناوري د کډوالو شورا اعلامیه زیاتوي چې د : "شخړې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي، په ټول منځني ختیځ کې پر ملکيانو او ملکي زیربناوو بریدونه ودروي، او د دې بحران د ‌ډیپلوماتیکې حل لارې موندلو لپاره کار وکړي.

امریکایي رسنیو د چهارشنبې په ورځ د امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي په ډاګه کړي، خبر ورکړی چې پاکستان د امریکا له خوا د ۱۵ مادو څخه جوړ یو وړاندیز ایراني مشرانو ته رسولی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران نوي مشران باید ددې نه مخکې چې ناوخته شي، ژر تر ژره له امریکا سره د یوې هوکړې لپاره جدي شي.