د کندهار ټاکنې په تصویرونو کې

د کندهار ښځینه رای ورکوونکې

د کندهار ښار د زرغونې انا د نجونو په لیسه کې، درې مرکزونه د ښځینه رایې ورکوونکو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د کندهار ښار د زرغونې انا د نجونو په لیسه کې، درې مرکزونه د ښځینه رایې ورکوونکو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د کندهار ښار د زرغونې انا د نجونو په لیسه کې، یوه ښځینه رای ورکوونکې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي

د زرغونې انا د نجونو په لیسه کې، د ښځینه رای ورکوونکو گڼه گوڼه د پام وړ وه

په کندهار ښار کې نن د رایې اجونې ۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي. دا د سید جمال الدین لیسه ده چې رای ورکوونکي په کتارونو کې ولاړ دي.

د زرغونې انا په لیسه کې یو شمیر ښځو امریکا غږ ته ویلي چې په لستونو کې یې د خپلو نومونو د پیدا کولو ستونزې درلودې.

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د معروف او نیش ولسوالیو پرته، چې امنیتي وضعیت یې سم نه دی، په نورو ټولو ۱۴ ولسوالیو کې ۱۱۱۲ محلونو کې ترسره کیږي.

د رای اچونې د بهیر په ترڅ کې د بایومټریک دستگاو استعمال

د کندهار یو رای ورکونکی 

د کندهار یو رای ورکونکی په رای اچونه کې له گډون وروسته

د رای ورکوونکو گڼه گوڼه

د کندهار په ښار کې د رای ورکوونکو اوږده کتارونه

په کندهار کې په ټاکنو کې د خلکو گډون د پام وړ. د امنیتي اندیښنو له امله افغان حکومت پاکستان سره د سپین بولدک – چمن سرحد د جمعې له ورځې راپدیخوا د دوو ورځو لپاره تړلی دی.

د رای ورکوونکو په وینا د رایې اجونې په یو شمیر مرکزونو کې د بایومټریک دستګاو د کارونې په برخه کې ستونزې موجودې وې.

امنیتي کارکوونکي

د کندهار په واټونو کې امنیتي تدابیر