په افغانستان کی د امریکی عملیاتو د کمول په هکله د حامد کرزي غوښتنه

په افغانستان کی د امریکی عملیاتو د کمول په هکله د حامد کرزي غوښتنه

د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه لیکی چی د افغانمستان جمهور ریس غواړي چی امریکا په افغانستان کی د خپلو عملیاتو شدت کم کړي.

د واشنگټن پوست سره په یوه مرکه کی چی نن خپره شوه حامد کرزي ویلی هغه دا هم غواړي چی امریکایی قواووی د شپی لخوا عملیات بند کړي ځکه چی خلک په غصه کیږی او کیدای شی د دی باعث وگرځي چی ځینی کسان د یاغی طآلبانو سره یو ځای شي.

دغه ورځپاڼه رپوټ ورکوي چی د افغانستان جمهور ریس غواړی چی د شپی په عملیاتو باندی د ویتو کولو صلاحیت ولري.

ښاغلي کرزي وویل چی د دی وخت رارسیدلئ چی د افغانانو په روزمره ژوند کی مداخله کمه شی. هغه زیاته کړه چی افغانان په خپل کور کلی کی د امریکایی قواوو د موجودیت او په سړکونو باندی د امریکایی زغرورو وسایطود گرځیدو په وړاندی بی صبره شوی دی.

جمهور ریس وویل چی افغان پوځونه، دی ته چمتو شوی چی د ملک د امنیتی چارو زیات مسؤلیت په غاړه واخلي.

ښاغلي کرزي واشنگټن پوست ته وویل هیله ده د هغه سپینی او بربنډی خبری به د امریکا او افغانستان د هغه په قول د کینه ناکو اړیکو په ښه کولو کی مرسته وکړي.

دغه راز ورځپاڼه زیاتوی چی د افغاستان جمهور ریس په افغانستان کی د امریکا په پالیسیو ټینگ انتقاد وکړ چی په هغو کی یی د تیر کال د جمهوري ریاست انتخابات هم یاد کړل چی وویل په دی انتخاباتو کی امریکایی چارواکیو لاس وهنی کولی.

واشنگټن پوست لیکی چی د کرزي دا تبصری په داسی حال کی کیږی چی امریکایی چارواکي وایی چی په افغانستان کی به د هغوی محاربوی ونډه تر ٢٠١۴ م کال پوری پای ته ونه رسیږی.

ورځپاڼه زیاتوی چی امریکایی چارواکي د ٢٠١١ م کال د جولای د میاشتی اهمیت ته چی جمهورریس براک اوباما د افغانستان نه د امریکایی قواوو د ایستلو د پیل نیټه ټاکلی وی غواړی لږ اهمیت ورکړي.

د افغاستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استاځي ریچارد هال بروک نن په خپلو خبرو کی داسی وښوده چی د دی پالیسۍ ملاتړ کوي، هغه وویل چی د امریکا د محاربوی قواوو زیاته برخه ایستل به تر ٢٠١۴ م کال پوری پیل نشي.

د یوه بل خبر له مخی نن په افغانستان کی د بم په څو چاودنو او د یاغیانو په حملو کی یولس تنه وژل شوي دي چی په هغو کی د ناتو پنځه عسکر او درۍ د پولیسو افغان صهحب منصبان هم شامل دي.

دغه راز د ډنمارک پوځ وایی چی د افغانستان په جنوب کی د افغان پوځ سره یوځای په عملیاتو کی د هغوی یو عسکر د سړک د غاړی د بم په چاودنی کی وژل شوئ دئ.

د اُییتلاف د قواوو درۍ نور عسکر د افغانستان په ختیځ کی د یاغیانو په یوی حملی کی وژل شوي دي او یو بل عسکر یی د افغانستان په جنوب کی په یوه جلا حمله کی وژل شوئ دئ.

افغان چارواکي وایی چی په سپین بولدک کی د بازار په دننه کی د یوه بم په چاودنه کی چی په موټر سایکل باندی تړل شوئ ؤ، دوه ملکي کسان وژل شوي او یوولس تنه نور زخمی شوي دي.

په یوه بله چاودنه کی چی په جلاآباد کی شوی یو کس یی وژلئ او نهه تنه نور یی زخمی کړي دي.

بل پلو یاغیانو نن د ننگرهار په ولایت کی د تیلو د ټانکرو په یوه کاروان چی ١٢ ټانکره پکی کتار روان حمله کړی او ټانکر یی سیزلي دي. دی ټانکرو په افغانستان کی د ناتو قواوو لپاره تیل انتقال کول. یو محلی ولایتی ویاند وویل چی په دی پیښه کی څوک نه دي وژل شوي.