د اچین د ۴٦ ښوونځيو څخه له نیمایي زیات لا هم تړلي دي

د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې یو بیرته پرانستل شوی ښوونځی.

د پوهنې وزارت وايي، چې په ننګرهار کې د داعش په نوم ډلې د راپیدا کیدو راهیسې په تیر کال کې شاوخوا ۵۸ ښوونځي د زده کوونکو په مخ تړل شوي دي.

ددغو تړل شوو ښوونځیو ډېره برخه یې د اچین په ولسوالۍ کې ده. د امریکا غږ د آشنا تلویزیون خبریال رحیم ګل څاروان په اچین کې د هغو ښوونځیو په اړه راپور جوړ کړی، چې تازه د داعش له ولکې خلاص شوي دي او زده کوونکو په کې بیا لیک لوست پیل کړی دی.

بشپړه راپور دلته کتلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اچین له نیمایي زیات ښوونځي لا هم تړلي دي