غني له جوبایډن او نواز شریف سره ګوري

لا معلومه نه ده چې دوی پر کومو مسایلو خبرې کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له مرستیال جوبایډن او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ګوري. دوی د سویس په داووس ښار کې ملاقات کوي.

سره له دې چې سپینې ماڼۍ د دغه ملاقات په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي، چې دغه مشران به په ځايي وخت یوولس بجې د داووس په انټرکانټیننټل هوټل کې سره وګوري.

په سویس کې یو افغان ډیپلومات د امریکا غږ اشنا ته وویل چې ولسمشر غني به د چهارشنبې په ورځ داووس ته ورسیږي.

لا معلومه نه ده چې د دوی د غونډې اصلي اجنډا به څه وي او پر کومو مسایلو به خبرې وکړي. دوی د اقتصادي نړیوالې غونډې په څنډو کې له یو بل سره ګوري.

ټاکل شوې چې سږکال به په دغې اقتصادي غونډې کې د نړۍ د مشهورو تجارتي شرکتونو مشران، پانګوال، مشهورې نړیوالې څېرې او حکومتي چارواکي ګډون وکړي.

اقتصادي نړیواله غونډه داسې مهال کيږي چې د رویټرز د خبري اژانس د راپور له مخې دا مهال په نړۍ کې د شتمنو او بې وزلو ترمنځ واټن ډیر زیات شوی دی.

د اکسفام د نړیوالې خیریه موسسې په وینا په نړۍ کې ۶۲ شتمن کسان، چې ۵۳ یې نارینه دي، د نړۍ د نیمايي بې وزله خلکو نه ډېره پانګه لري.