طالبانو د کندوز د امنیې قوماندانۍ مرستیال تښتولی

د کندز د امنیې قومندانۍ اداري مرستیال د کندز او تخار په لویه لاره کې تښتول شوی

د کندوز پولیس وايې چې طالبانو د شنبې ورځ د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال، وحیدالله، نیولی دی. طالبانو هغه د تخار او کندوز پر لویه لار له ګاډي ښکتیه کړی او له ځان سره یې بیولی دی.

د پولیسو د سپین زر زون قوماندان، شیرعزیز کاموال، وايي چې د امنیې قوماندانۍ وحیدالله د تخار ولایت اوسیدونکی دی او کندز ته خپلې دندې روان و، چې طالبانو نیولی دی.

ښاغلي کاموال وویل " طالبانو، هغه ته د تخار او کندوز پر لویه لار د خواجه پستې په سیمه کې کمین نیولی، ساتونکی یې وژلی دی او هغه یې له ځان سره بیولی دی".

طالبانو وار له وار د دغه کس د نیولو مسولیت اخیستی دی او رسنیو ته یې ویلي چې، د هغه ګاډي یې هم وران ویجاړ کړی دی. تراوسه معلومه نه ده، چې وحیدالله په کوم لوري بیول شوی دي، مګر امنیتي چارواکي وايي د هغه څرک به ولګوي.

کندز او تخار د افغانستان په شمال- ختیځ کې نسبتآ نا ارامه ولایتونه ګڼل کیږي، چې طالبانو د څو ورځو لپاره د کندز ښار هم نیولی و.