روسیه په افغانستان او مرکزي اسیا کې د زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو په اړه د سیمې د یوې امنیتي غونډې کوربهتوب دپاره چمتووالی نیسي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان، یا CSTO، وايي چې د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو ټولنې، او د شانګهای د همکاریو سازمان له استازو سره به د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په مسکو کې ګډه غونډه ترسره کړي.
تمه ده چې د دغو درېیو سیمهییزو سازمانونو استازي سره راټول شي او د ترهګرۍ، افراطیت، د نشهیي توکو د قاچاق او نورو هغو ګواښونو په اړه خبرې وکړي چې په سیمه کې له بېثباتۍ سره تړاو لري.
د غونډې اصلي تمرکز به پر افغانستان او د دغه هېواد د وضعیت له امله د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې پر رامنځته کېدونکو امنیتي ننګونو وي.
د درېیو سیمهییزو سازمانونو چارواکي به د امنیتي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو او له هغو ګواښونو سره د ګډې مبارزې په اړه بحث وکړي چې کولی شي له پولو واوړي.
د دغو اندېښنو په سر کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه، ترهګري، افراطي ډلې او د نشهیي توکو ناقانونه قاچاق شامل دي.
تمه ده چې چارواکي دا موضوع هم وڅېړي چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د مرکزي اسیا پر امنیت او ثبات څه ډول اغېز کولی شي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بېرته په افغانستان کې واک ته ورسېدل، دغه هېواد د روسیې او د مرکزي اسیا د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو لپاره د امنیتي اندېښنو یوه مهمه موضوع پاتې شوې ده.
د روانې میاشتې په لومړیو کې، مسکو د افغانستان په اړه د لوړې کچې یوه غونډه هم جوړه کړه. په دې غونډه کې د طالبانو استازو ترڅنګ د چین، هند، ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا د یو شمېر هېوادونو چارواکو هم ګډون کړی و.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳مه] په دغې غونډې کې د طالب استازو د ګډون په اړه د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې پر هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرو ډلو سره په خپل چلند کې له "احتیاطه" کاري واخلي. د وزارت ویاند یو ځل بیا په ډاګه کړې چې طالبان په واشنګټن کې د "ځانګړې شوې نړیوالې ترهګرې ډلې" په توګه پېژندل کېږي.
د مسکو فارمټ غوندې ته د طالبانو د رابللو په اړه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: "مونږ ټولو هېوادونو ته وایو چې د داسې اقداماتو په کولو کې چې کیدای شي د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي، له احتیاطه کار واخلي."