د ټولیز امنیت د تړون سازمان: د تاجیکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا د سیمې د امنیت لپاره لومړیتوب لري

د ټولیز امنیت د تړون سازمان وایي چې د پولو هاخوا ګواښونو سره ډله ایزه مبارزه او د تاجیکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام، د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره ددغه سازمان اصلي لومړیتوب ګڼل کیږي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم د چهار شنبې په ورځ (نومبر ۱۱) ددغه سازمان په غونډه کې ویلي دي چې د یاد سازمان د بهرنیو پولو په اوږدو کې د امنیت د پیاوړي کولو په موخه د افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري.

نوموړي ویلي د ټولنز امنیت د تړون سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ نږدې همکارۍ د ترهګرۍ، افراطیت، د مخدره توکو د قاچاق او غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې په مبارزه کې هڅې پیاوړې کړي دي.

د ټولیز امنیت تړون سازمان په داسې حال کې له طالبانو سره د تماسونو خبره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هیوادونو غوښتي دي چې له یادې ډلې سره په اړیکو کې احتیاط وکړي.

د یاد وزارت ویاند تیره میاشت د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "موږ له ټولو هیوادونو غواړو د داسې اقداماتو له کولو چې ممکن د ترهګرو ډلو له هغې ډلې د طالبانو د ملاتړ لامل شي، احتیاط وکړي."

دا پداسې حال کې ده چې د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک نن کابل ته ورسېد.

په څه کم یوه میاشت کې دا کابل ته د روسیې د یوه لوړپوړي چارواکي دویم سفر دی. د اکتوبر میاشتې په منځنیو کې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر سرګي نارشکین په یوه لنډ سفر کابل ته تللی و او د طالبانو د استخباراتو ادارې د مشر په ګډون یې د دې ډلې له چارواکو سره لیدلي وو.

د روسیې تاس خبري اژانس د دغه هېواد د صدراعظم د مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې کابل ته د نوموړي د ننني سفر موخه د طالبانو له حکومت سره د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

د روسیې د صدراعظم د مرستیال په وینا، په دغه سفر کې د روسیې د سوداګریزو شرکتونو څه باندې ۷۰ استازي له هغه سره کابل ته تللي دي.

اوورچوک زیاته کړه، چې طالبان له روسیې څخه د موټرو، انرژۍ د تولیداتو، خوراکي توکو، کیمیاوي سرې، درملو او یو شمېر نورو هغو تجهیزاتو پېرلو سره لېوالتیا لري، چې نوموړي یې مشخص نومونه نه دي یاد کړي.

د طالبانو حکومت ویلي، چې د دې ډلې د ریاست‌الوزرا مرستیال له روسیې غوښتي، چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې هم پانګونه وکړي.