افغانستان: د سولې په خبرو کې د بهرنیو مداخله نه زغمو

افغانستان: د سولې په خبرو کې د بهرنیو مداخله نه زغمو

د افغانستان د حکومت د سولې عالي شورا چې د طالبانوسره د سولې لپاره هلې ځلې کوي، نن یې په دې ټکي ټینګار کړیدی چې پدې خبرو کی به د بهرنیانو مداخله و نه زغمي.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو رئیس محمد اسمعیل قاسمیار د افغانستان د مطبوعاتو د رپوټونو په ځواب کې چې وايي امریکا او نور بهرني حکومتونه به ښایی د طالبانوسره جلا معامله وکړي، د حکومت په دریځ ټینګار وکړ.

ښاغلي قاسمیار اسوشیټید پریس خبري اژانس ته وویل ددې معاملې رهبریت باید د افغانانو په لاس کی وي او د افغانانود سولې په خبرو کی د بهرنیانو مداخله د منلو وړ نه ده.

د سولې د شورا دغه اویا کسیزه ډله چې ولسمشر کرزي ورته با صلاحیته اومشهورافغانان او د طالبانوپخواني حکومتي او دولتي چارواکي غوره کړیدي، هڅه کوي چې د وسله والو مخالفینو سره ملي روغې جوړې ته لاره برابره کړي.

ددې شورا پخوان مشر برهان الدین رباني د سپتمبر په شلمه ، د یوه ځان مرګي په حملې کې ووژل شو چې ځان یې د طالبانو له خوا د سولې استازی ښوده.

د رباني د وژلو نه وروسته کرزي وویل چې د سولې خبري یواځی هغه وخت کیدی شي چې طالبان یو سیاسي دفتر جوړ کړي او د همدې لارې دې د سولی خبرې وشي تر څو دغه لس کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

ښاغلي کرزي وړاندیز وکړ که چیري یاغیان نه غواړي چې دغسي یو دفتر په افغانستان کې پرانیزي ، نو کیدی شي چې په سعودي عربستان او یا ترکیه کی پرانیستل شي.

طالبانود کرزي د دې خبرو په ځواب کې مطبوعاتوته څه نه دي ویلي. یاغیان چې تصور کوي چې جګړه گټي، په واري واري یې ویلي دي تر څو پوري چې بهرني ځواکونه د افغانستان په خاوره کې موجود وي، د افغان حکومت سره د سولی په هیڅ ډول خبرو کې برخه نه اخلي.

طالبان چې ډاډه وو چې نهایي بري ته به رسیږي، یو ځل بیا وویل چې د ناټوقواووې به د شوروي اشغالګرو عسکرو سرنوشت ولري چې د له لس کاله جنگ وروسته په ١٩٨٩ کې د افغانستان نه ووتل.

"یاغیان د امریکا په رهبرۍ د ائتلاف د ټولو قواوو په مقابل کې ډیر ټینگ ولاړدي او ددوی سرنوشت به هم د سره پوځ په شان وی."

طالبانو دا خبرط په هغه بیانیه کی کړیدي چې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل د ٣٢ کلو د پوره کیدو په مناسبت خپره کړیده.

بل پلو ، یو ټوپک والا چې د افغان پوځ یونیفورم یې اغوستی و، د افغانستان په لویدیځې برخې کې یې د ائتلاف په عسکرو ډزې وکړې . د ایتلاف څو عسکر زخمي شول اوپخپله ټوپک والا ووژل شو.

دا خبره یو افغان ځایي چارواکي چې نه یی غوښتل نوم یی ذکر شي ځکه چې ِتحقیقات روان دی، مطبوعاتو ته کړیده. دغه ډزې فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالې کې شویدي.

د ناټو بیان وایي د ائتلاف په عسکرو کې څوک نه دي مړه شوي.

د افغانستان نه د ناټو د وتلو د ستراتیژۍ یو مهم جز دا دی چې افغان پولیس اوپوځ زیات شي.

ټاکل شویده چې د ائتلاف محاربوي عسکر د دوه زره اوڅوارلسم کال تر پایه پورې د افغانستان نه ووځي او هدف دا دی چې تر راتلونکې اکتوبر پوري ١٩٥ زره افغان پوځ وروزل شي.