د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی، ریچارد لیندسي چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی، وایي چې په افغان ښځو او نجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه یې خپلې جدي اندېښنې د طالبانو له چارواکو سره شریکې کړې دي.
هغه خبرداری ورکړ تر هغو چې د افغانستان نیمایي وګړي له زده کړو، کار او عادي ژوند څخه محروم وي، دغه هېواد به ثبات ته ونه رسېږي.
ښاغلي لیندسي د سې شنبې په ورځ (مۍ۱۹) په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې په قطر کې د طالبانو د حکومت د یو استازي سهیل شاهین سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د عملي ګامونو پر اړتیا خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په افغان ټولنه کې د ښځو او نجونو د ګډون موضوع هم د خبرو برخه وه.
ښاغلي لیندسي چې د اپرېل میاشتې په پای کې یې افغانستان ته سفر کړی و، زیاته کړه چې د طالبانو له چارواکو سره یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو، ښوونځیو او کار ته د نجونو او ښځو د بېرته ستنېدو په اړتیا او په افغانستان کې د سیمهییزو رسنیو د مهم رول په اړه مهمې خبرې کړې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته په افغان ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.