د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز کې په چاودنې کې د ۴۲ ماشومانو له ټپي کېدو وروسته، د ماشومانو او ښوونیزو مرکزونو د خوندیتوب غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ښوونځي باید د نړیوالو قوانینو له مخې له تاوتریخوالي او زیان څخه خوندي وي.
یونیسف د چهارشنبې په ورځ، د اګست په ۱۹مه، په یوه بیان کې وویل چې په دې چاودنه کې، چې د کابل په لوېدیځ کې د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې شوې، ۴۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۴ کلونو پورې دي، ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي: «دا اندېښمنوونکې پېښه یو ځل بیا د ماشومانو او هغوی ته د اړتیا وړ بنسټیزو خدمتونو د ساتنې اړتیا را یادوي.»
یونیسف ټینګار کړی چې ښوونځي د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي او باید د خوندي ځایونو په توګه وساتل شي چې ماشومان وکولای شي له وېرې، تاوتریخوالي او زیان پرته په کې زدهکړې او وده وکړي.
دې ادارې همداراز د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ټولو ماشومانو خوندیتوب، انساني کرامت او حقونه باید په هر ډول شرایطو کې رعایت او خوندي شي.
چاودنه د دوشنبې په ماښام، د اګست په ۱۷مه، د کابل د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې د مهدیه ښارګوټي په یوه برخه او د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي ته څېرمه رامنځته شوه.
د افغانستان سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې په دې پېښه کې تر ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې ډېری یې زدهکوونکي ماشومان وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د ۹ تر ۱۴ کلونو پورې د ۴۲ ماشومانو ټپي کېدل تایید کړي او د دې چاودنې د څرنګوالي د روښانه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
یوناما له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي: «موږ د داسې یوې څېړنې غوښتنه کوو چې د دې پېښې څرنګوالی روښانه کړي. ښوونځي او ښوونیز مرکزونه باید خوندي وساتل شي.»
د افغانستان د بشري حقونو په برخه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، دا پېښه «شنیع برید» بللی او د هغې د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجاریک د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د تمویل پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو د ملاتړ ظرفیت کم کړی دی.
که څه هم د چاودنې دقیق علت لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی مشخص شوی، خو د افغانستان سیمهییزو رسنیو د طالبانو د حکومت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ښايي دا پېښه د پخوانیو ناچاودو منفجره توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.
تر اوسه هېڅ کوم شخص یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.